فرانسه کې د کډوالو يوه پنډغالي اورخيستی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فرانسه کې د کډوالو يوه پنډغالي اورخيستی

يوې لویې اورلګېدنې د فرانسې شمال کې يو پنډغالی ويجاړ کړی، چې له ۱۵ سوو زيات کډوال په کې اوسېدل. پېښه کې لږ ترلږه لس کسان ټپيان شوي دي. د اور لمبو له ډونکېرک بندر سره ګراند سينت پنډغالي کې خېمې او جونګړې سوځولې دي. اور هغه مهال ولګېد چې پنډغالي کې د افغانانو او کوردانو ترمنځ جنګ کې يو شمېر کسان په چړو ټپيان شول.