جادويي مرخیړیو ته د قانوني لارې لټون
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جادويي مرخیړیو ته د قانوني لارې لټون

که فکر کوئ چې ستورپېژندنه ټوله، کومو مياشتو کې د زېږېدو، طالعو کتلو او د سيارو د تګلارو او خوځښت په اړه ده، ښايي د دې خبرې په اورېدو حيران شئ، چې مرخېړي هم په کې رول لوبولی شي. د جنوبي افريقا ستورپېژندونکې مونيکا کروم هوت وايي د هغو مرخېړيو خوراک چې جادويي بلل کېږي، دې ته د دې توان ورکوي چې له نورو محورونو سره تماس کې شي. خو جنوبي افريقا کې پر دې مرخېړيو بنديز دی. مونيکا اوس د دې مبارزه کوي چې جادويي مرخېړي دې قانوني شي.