اسپانیا کې د لومړنۍ دفاع وزیرې کرمي چکون د مړینې ویر

د انځور حقوق AFP
Image caption مېرمن چکون ته هغه مهال د نړیوالو پام واوښت، چې د مېندوارۍ پر مهال یې د خپلو پوځیانو لیدنه وکړه

اسپانیا کې د دغه هېواد د پخوانۍ دفاع وزیرې کرمي چکون د مړینې ویر لمانځل کېږي، چې د یکشنبې پر ورځ ومړه. د هغې هغه تصویر ډېر مشهور شوی و، چې ۲۰۰۸ کال کې افغانستان کې ترې د خپل هېواد له سرتېرو سره د لیدو پر مهال ورنه اخیستل شوی و.

هغه تصویر کې مېرمن چکون داسې حال کې لیدل کېده، چې د پوځیانو سلامي یې اخیسته او د اوو میاشتو مېندواره وه. نوموړې خپل هېواد کې له پوځي واکمنۍ وروسته لومړنۍ ښځینه دفاع وزیره وه او د کلتوري بدلون په نظر ورته کتل کېدل.

د هغې زوی میکیل اوس اته کلن دی. مېرمن چکون ۲۰۰۷ کال کې د پخواني لومړي وزیر خوزه لوئیس رودریګز زاپاترو سوسیالیست حکومت کې د کور جوړولو وزیره وه. ګڼو اسپانویانو او د دغه هېواد سیاستوالو د نوموړې پر ناڅاپي مړینه ژور خفګان څرګند کړی دی. ښاغلي زاپاترو ویلي:

'' د خپلې همکارې او ملګرې د مړینې له کبله مې زړه په چاودون دی. ''

۳۷ کلنۍ کې د دفاع وزیرې په توګه له ټاکل کېدو پنځه ورځې وروسته هغه داسې حال کې افغانستان ته تللې وه، چې د اوو میاشتو مېندواره وه. نوموړې هغه مهال ال پیس نومي اسپانوي ورځپاڼې ته ویلي و:

''مېنداوره وای او که نه، خو پوهېدم لومړی مسوولیت مې دا و، چې باید له هغو کسانو سره ووینم، چې د لوړو هدفونو لپاره، د نورو خلکو د ازادۍ لپاره خپل ژوند له خطر سره مخامخ کوي. دا سمه ده، چې د یوې مېندوارې مېرمنې لپاره کرۍ ورځ پلي تګ ګرانه چاره ده، خو یوه مېندواره مېرمن ناروغه نه وي، ما غوښتل هغو کسانو ته د ټولنې له لوري ډاډ ورکړم، چې کړکېچ ځپلو سیمو کې د سولې راوستو لپاره له خطرونو سره ډغرې وهي. ''

له افغانستان وروسته د ۲۰۰۸ کال مې کې هغې مادرید کې هم داسې حال کې د پوځیانو لیدنه وکړه، چې مېندواره وه.

مېرمن چکون ۱۸ کلنۍ کې د سوسیالیستو ځوانانو ملګرتیا پیل کړه او ۱۹۹۹ کال کې یې د ښاروالۍ ناظمې په توګه سیاسي دنده پیل کړه، چې تر ۲۰۰۷ کاله یې دوام وکړ.

ویکټور اوریوي مارټین نومي اسپانوي پر ټویټر پاڼه هغې ته د درناوي په پار د نوموړې مشهور تصویر خپور کړی.

د انځور حقوق TWITTER

وروسته یې د بارسلونا یوې ټاکنیزې حوزې د خلکو په استازیتوب د پارلمان غړیتوب تر لاسه کړ. مېرمن چکون د اور وژنې یوه کارکونکي او د هغه وکیلې مېرمنې لور وه، چې ۱۹۷۱ کال کې بارسلونا کې زېږېدلې وه.

د زړه د یوه ځانګړي حالت له کبله هغې ته ماشومتوب کې ویل شوي و، چې باید ارام ژوند وکړي. د الپیس رپوټ له مخې، هغې ته دا هم ویل شوي وو، چې د اولادونو زېږول یې ښايي روغتیا ته جدي خطر پېښ کړي، خو هغې دغه خبرداری د ژوند اوږدو کې بیا بیا رد کړی و.

مېرمن چکون یو مهال د فلوریډا میامي په دادي کالج کې د پولټیکل ساینس استاده وه، چې مشر یې ادواردو پادرون ویلي:

''اسپانیا یو وتلی سیاسي شخصیت له لاسه ورکړ او اسپانویو ښځو داسې څوک له لاسه ورکړی، چې تل یې عصري بشري ټولنه کې او پوهنځي کې د ښځو د رول اهمیت ثابتولو لپاره مبارزه کړې. ''

اړونده مطالب