ټایوان کې د سپي او پيشو د غوښې پر خوراک بندیز

د انځور حقوق Getty Images

د ټایوان ولسي جرګې هغه قانون تصویب کړی چې له مخې یې د خوراک لپاره د سپي او پيشو پر وژلو بندیز لګېدلی دی.

له دې سره تایوان د ختیځې اسیا لومړنی هېواد شو چې د سپي او پیشو غوښې پر خوراک بندیز لګوي.

د پارلمان د ولسي جرګې غړي ونګ یومین د دغه هېواد رسنیو ته ویلي:"دا د تایوان لپاره ښه خبره ده چې پر ژوي پال هېواد بدل شي."

څنګه چې سړی، هغسې یې سپی؟

ویلا دیمیر پوتین د جاپانیانو سپی په ډالۍ ونه مانه

په تایوان کې د ژویو په اړه نوی قانون چې له ژویو د ملاتړ په هدف تصویب شوی، له ژویو سره زور زیاتي کوونکو ته تر ۶۵ زرو امریکايي ډالرو جریمه او دوه کاله زندان ماده هم پکې راغلې ده.

په دغه قانون کې هر هغه چلند چې له امله یې ژوي ته ټپ یا درد ورسېږي، له ژویو سره زورزیاتی ګڼل کېږي.

د ژویو د ملاتړ په نوي قانون کې د تغذیې په موخه د سپیو پېروپلور بند شوی او په ترانسپورتي وسیلو پسې د سپي او پیشو تړل او ځغلول هم له ژویو سره د زورزیاتي برخه ګڼل شوې ده.

په تېرو کلونو کې په تایوان کې د سپي او پيشو د غوښې خوراک بازار ډېر کش کې و، خو له کله چې په دغه هېواد کې سپي او پیشوګانې د کورنيو د غړو په توګه کورنو ته لاره ومونده، نو ور سره جوخت یې غوښې خوراک هم کمرنګه شوی دی.

د تایوان ولسمشرې "تسای اینک ون" تېر کال د درې سپیو پالنه پر غاړه واخیسته او همدارنګه یي په کور کې دوه پیشوګانې هم ساتي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ژغورونکی سپی

اړونده مطالب

ورته مطالب