ډان: 'احمد شاه درانی نشته چې پاکستان لاندې کړي'

د انځور حقوق AFP
Image caption د ليکوال په باور د مولانا فضل الله ډله او يا د پاکستاني طالبانو غورځنگ خوځنده ډلې دي چې اغزن تار يې مخنيوى نشي کولى.

ډان:

'پر ډیورنډ کرښه خنډونه جوړول له هوکړې سرغړاوی دی'

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې پر ډيورنډ کرښې د پاکستان له لوري د اغزن تارغځولو پرېکړې په تړاو مطلب کښلى.

د مطلب ليکوال د کابينې پخوانى وزير رؤوف خټک پوښتي چې ايا د اغزن تار غځول په دې مانا دي چې افغانستان او پاکستان سره غليمان دي؟

ليکوال وايي په افغانستان کې اوسمهال کوم احمد شاه درانى نشته چې د پاکستان د لاندې کولو په انتظار وي.

د ليکوال په باور د مولانا فضل الله ډله او يا د پاکستاني طالبانو غورځنگ خوځنده ډلې دي چې اغزن تار يې مخنيوى نشي کولى.

ليکوال پاکستانيو چارواکو ته وړانديز کوي د کتارې پر ځاى دې د ملگرتيا پلونه جوړ کړي چې لگښت ورباندې نه راځي او يواځې د سياست بدلون ته اړتيا ده او بس.

نيويارک ټايمز:

'د ټرمپ په اړه روسیه شرموونکي ثبوتونه نه لري'

د انځور حقوق EPA
Image caption ورځپاڼه وايي د روسيې پر وړاندې د ولسمشر ټرمپ يو ناڅاپه بدل شوى دريځ به ناوړه سياسي جغرافيايي اغيز ولري.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د روسيې او امريکا ترمنځ د وروستيو ترينگلو اړيکو په تړاو يوه شننه خپره کړې او وايي ولسمشر ټرمپ له دې امله د روسيې په وړاندې سخت دريځ خپل کړ چې پر نوموړي ډېر ځله له هېواد سره د زيات نژدېوالي تورونه پورې شول.

د ورځپاڼې په باور، ان تر يوې اوونۍ وړاندې پورې پر ولسمشر ټرمپ دا تور پورې کېده چې د روسيې تر اغېز لاندې دى، خو اوس نوموړي روسيې ته په دې گوتڅنډنې چې يا به له امريکا سره وي او يا به يې له مخالفينو سره د دواړو هېوادونو خپلمنځي اړيکي يوې نوې سړې جگړې ته واړول.

ورځپاڼه وايي د روسيې پر وړاندې د ولسمشر ټرمپ يو ناڅاپه بدل شوى دريځ به ناوړه سياسي جغرافيايي اغيز ولري.

په مطلب کې راغلي چې د امريکا او روسيې اړيکي به راتلونکو څو مياشتو لپاره همداسې څپڅپاند وي او څرنگوالى يې د ولسمشر پوتين څرگندونو پر وړاندې د ښاغلي ټرمپ ناڅاپي غبرگونونو پورې تړلى.

ورځپاڼه وايي ولسمشر ټرمپ په بهرنۍ تگلاره کې بې تجربې دى او ولسمشر پوتين تل د نړېوالو مسايلو په تړاو خپل ليد لورى په زغرده څرگند کړى.

ټايمز آف انديا:

ټايمز آف انديا د پخلنځيو ککړتيا په تړاو مطلب خپور کړى او وايي د هند په ښاري سيمو ګې له هرو څلورو کورنيو لږ تر لږه يوه يې پخلنځى نه لري او خپله يوازېنۍ کوټه د خوړو برابرولو لپاره کاروي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ورځپاڼه وايي د نړۍ په لر او بر کې څېړنو ښودلې چې پخلنځيو کې کارېدونکي وسايل يو ډول بې رنگه ماده توليدوي چې د هوا د ککړتيا لامل گرځي.

د چاپېريالي څېړنو مجلې کې راغلي چې د دغه راز پخلنځيو هوا د واټونو د هغې په پرتله ډېره ککړه ده.

ورځپاڼه وايي د نړۍ په لر او بر کې څېړنو ښودلې چې پخلنځيو کې کارېدونکي وسايل يو ډول بې رنگه ماده توليدوي چې د هوا د ککړتيا لامل گرځي.

ورځپاڼه وايي د هغو پخلنځيو هوا چې د چاڼولو سيستم نه لري ډېره ککړه وي او له امله يې مېرمنې ډېر زيات روغتيايي خطرونو سره مخامخېږي.

ورته مطالب