ځینې کسان ولې د خپلې کورنۍ غړي وژني؟

د انځور حقوق Zach's family
Image caption زک له پېښې وروسته روغتون کې

زک څلور کلن و چې د مور نوی ملګری یې، ډیوېډ پاټس، د دوی کور ته په زوره ورغی او اور یې ورته واچاوه.

زک اوس نهه کلن دی او کله چې دغه غمجنه پېښه بیانوي کولای شي ارامه پاتې شي.

زک بي بي سي ته وویل''[پاټس] دوه لیتره پطرول راوړي وو او پر ټول کور باندې یې هر چېرته وشیندل. زما مور او مشر ورور هڅه وکړه چې مخه یې ونیسي، خو هغه تیلو ته اور اچولی و.''

د ۲۰۰۱ کال په سپټمبر کې، د مانچسټر په ښار کې د اور اچولو په دې پېښه کې پاټس، د زک مور، ټرېسي او ۱۵ کلن ناسکه ورور یې، شون، ووژل شول.

زک او ۱۸ کلنه ناسکه خوریې، کایلین، ژوندي پاتې شول. هغه دوه میاشتې د ماشومانو په یو روغتون کې تېرې کړې.

د زک پلار، ریک- چې اوس زک ورسره اوسېږي- وايي زوی یې په داسې یو حالت کې و چې لیدلو یې د سړي زړه ماتاوه.

'' له ټول بدن څخه یې سیمونه، نلونه او نور شیان راوتلي وو. د مصنوعي کوما په حالت کې يې ساتلی وو، چې بدن یې وکولاې شي د سوزېدو ناوړي حالت سره مقابله وکړي. تقریبا ۲۰ ځایه یې بدن سوزېدلی وو، ترمړوندونو پورې.''

د انځور حقوق Zach's family

ډاکټره جېن منکټن سمېت، د جنايي چارو یوه کارپوهه چې اوس په بریتانیا کې د کورني تاوتریخوالي د وژنو په اړه د یوې سترې څېړنې مشرتوب کوي، وايي چې دا ډول کورنۍ وژنې په زیاتېدو دي.

هغه وايی په ۹۵ سلنه قضیو کې قاتل یو نارینه او معمولن د کورنۍ مشر وي.

هغه زیاتوي، د دغسې جنایتونو مرتکبین معمولن یوشان نښې نښانې لري، لکه دا چې غواړي خپل شاوخوا کسان کنټرول کړي.

ریک باور لري چې پاټس غوښتل د زک له مور( ټرېسي) سره همدغسې یو چلند وکړي.

ریک وايي''له هغو معلوماتو څخه چې کولاې مې شول راټول یې کړم هغه عادت درلود د ټرېسي ټیلیفون وګوري چې چاسره يې خبرې کړي او پیغامونه یې ورته استولي.''

''ده ته اجازه وه[ چې بهرکې نوروسره معاشرت وکړي]، خو هغې ته نه وه.''

د انځور حقوق Zach's family
Image caption زک له خپلې مور، ټرېسي، سره

زک او پلاريې دواړه وايي د هغې ورځې پېښې دوې یوله بله سره نژدې کړی دي. خو د زک تراوسه هغه شېبه په زړه ده چې د مور له مړینې یې خبر شوی و.

هغه وايي'' ما ژړل او کله چې یې په هکله فکر کوم، احساساتي کوي مې''.

د هغه د بدن سوځېدلي ځایونه د هغې شپې پېښه ور په یادوي. په ښوونځي کې ماشومان کله کله ورڅخه په دې اړه پوښتنه کوي او دی سوچ کوي چې له ځواب ورکولو ډډه وکړي او که تېره کیسه ورته وکړي.

' د تلو ځاې نه شته'

ډینیس ویلیامز ۱۶ کلنه وه چې خپل پخواني مېړه سره یې وپېژندل.

هغه وايی له واده څخه شپږمیاشتې وروسته یې مېړه'' خپله اصلي څېره'' څرګنده کړه.

'' هغه پوهېده چې زه د تلوځاې نه لرمه، هیڅوک نلرم چې ورته لاړه شم. په راز راز نومونو به يې یادولم، بده ژبه یې کاروله او بد رد یې راته ویل، له روحي او فزیکي پلوه یې ځورولم، په سوکانو او لغتو یې وهلم، هرڅه یې کول.''

د انځور حقوق EPA
Image caption د ډینیس پخواني مېړه هغه ځوروله

ډینیس څو ځله له ویلسن سره اړیکې پرې کړې وې، خو بیا به ورغله.

د ۲۰۰۲ په فبرورۍ کې یې د وروستي ځل لپاره له ویلسن سره اړیکې پرې کړې، خو وروسته بیا د تلو په فکر کې شوه - خپل دوه زامن، اته کلن بریت او اوه کلن براډلي، یې له ځانه سره نه وو وړي.

د انځور حقوق Denise Williams

کله یې چې له څو ورځو وروسته په یوه خوړنځي کې له خپل پخواني مېړه سره بیا وکتل، ماشومان یې د ویلسن په موټر کې وو.

ویلسن ډینیس ووهله او له ماشومانو سره یې په موټر کې پخپله مخه لاړ.

تقریبا ۲۰ دقیقې وروسته، ویلسن، ډینیس ته ټیلیفون وکړ. هغه وايي ویلسن ورته وویل:'' همدا اوس مې ماشومان ووژل اوغواړم خپل ځان هم ووژنم.''

ډینیس وايي په یاد یې دي چې هڅه يې کوله په ټیلیفون کې د ماشومانو غږ واوري، خو اورېدلاې یې نه شو.

ویلسن خپل دواړه زامن د چاقو په وسیله وژلي وو.

'د پښیمانۍ نشتوالی'

د ډینیس هغه شېبه ښه په یاد ده چې د پولیسو افسر ورته وویل:'' ډینیس، هغوې مړه دي.''

ډینیس تراوسه پورې پرلپسې وحشتناکه خوبونه ویني او په هغو کې د ماشومانو مړینه ورپه یادېږي.

''په یوه کرونده کې یم، موټر وینم او اورم چې هغوی راته نارې وهې: "مورې، مورې، لطفن راسره مرسته وکړه مورې!

او یوه چاړه وینم- په موټرکې یوه چاړه ښکته او پورته کېږي او دی هلکان وژني."

ویلسن ته د دې وژنو له امله دوه ځلي د عمري بند سزا ورکړل شوه، خو په زندان کې یې خپله ځان غرغره کړ.

ډینیس وايي احساس کوي چې چا ''تېر ایستلې ده، ډېره په غوسه ده چې هغه (ویلسن) ولې ژوندی پاتې نه شو او خپله سزايې ونه لیده''.

''ټولې ستونزې او غمونه ماته پاتې شول''

ویلسن د مور پر ورځ ځان وواژه- ډینیس پدې باور ده چې د غچ اخیستلو په خاطر یې دا کار وکړ.

ډاکټره مونکټن سمیت وايي:" په زیاترو دغسې قضیوکې د کورني تاوتریخوالي د وژنې مرتکبین معمولن هڅه کوي چې خپل ځان ووژني او معمولن '' پښېماني نه ښيي چې کيدای شي له دې امله وي چې دوی د شخصیت یوه ناروغي لري''.

Image caption ډاکټره جېن مونکټن سمیت وایی، که د خبردارۍ پر نښو باندې عمل وشي د کورني تاوتریخوالي د قضیو مخنیوی کېدای شي.

ډینیس په دې باور ده چې ویلسن ځکه د دې ماشومان ووژل چې غوښتل یې له دې څخه غچ واخلي.

هغه وايی:" ویلسن ځواک بایللی وو، پرما باندې یې نور کنټرول له لاسه وتلی و. ځکه ما هغه پرېښود او هر څه یې بایلل."

هغې زیاته کړې، دا وژنې فقط د دې لپاره وې چې ما وځوروي، ځکه هغه پوهېده چې ماشومان څومره ماته نژدې وو:"فکر کوم هغه پوهېده چې هلکان یې له لاسه تللي، بېرته به ماته راشي او که دی یې نه شي درلودلاې، نو زه یې باید هم ونه لرم."

خو ډینیس وايي، د دې روحي عذاب سره سره بیا هم خوشحاله ده چې اته کاله یې له خپلو ماشومانو سره تېر کړي وو:"ماشومان به مړه شوي وي، خو د هغوې خاطره هیڅکله نه مري، تل به را سره وي."

اړونده مطالب