جرمني: پر فوټبال لوبډلې د برید په تړاو مشکوک سړی نیول شوی دی

د انځور حقوق EPA
Image caption چارواکي وايي، د پېښې ځای کې لیکونه موندل شوي، چې محتوا یې ورته ده

جرمني کې پولیسو د بوروسیا دورتموند فوټبال لوبډلې پر لېږدونکي ګاډي برید کونکی مشکوک سړی نیولی، چې ویل کېږي ' سخت دریځو اسلامپالو سره اړیکي لري '

څارنوالانو دا هم ویلي، چې د چاودونو لپاره په کاروول شویو باروتو کې اوسپنیزې چرې هم ایښې وې.

دوی دغه راز وايي، پر دوو لیکونو غور کوی، چې د برید منلو ادعا په کې شوې. کارلسروهي کې د جرمني فدرالي څارنوالۍ یوې ویاندې ویلي، چارواکي پېښې ته د ترهګرۍ یوې پېښې په سترګه ګوري.

د جرمن فوټبال لوبډلې پر لېږدوونکي بس چاودنې شوي

جرمني د ترهګرۍ په تور خپل دوه وګړي شړي

فدرالي څارنوالۍ، چې معمولاً د ترهګریزو پېښو د څېړنو مشري کوي، د دغې پېښې په اړه یې څېړنه پیل کړې ده. مشرې څارنوالې پراووک کویهلر ویلي:

''زموږ څېړنه کې ډېر پام دوو مشکوکو کسانو ته دی، چې له سخت دریځو اسلامپالو سره د تړاو شالید لري. د دواړو مېشت ځایونه تالاشۍ شوي او له دوی نه یو نیول شوی دی. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چهارشنبې پر ورځ د تمرین لپاره د لوبډلې راتګ پر مهال کلک امنیتي تدبیرونه شوي وو

مېرمن کویهلر وايي، درې لیکونه د پېښې ځای کې موندل شوي، چې ورته محتوا لري او دا ښيي، چې بریدګر له اسلامي دولت نومې ډلې سره تړاو لري.

د دغو لیکونو د اصلیتوب په تړاو غور کېږي. یو بل لیک انلاین خپور شوی، چې کیڼ اړخه سخت دریځې ډلې په کې د برید کولو ادعا کړې، خو څارنوالان د هغه لیک اصلیتوب په تړاو شکونه څرګندوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب