د ملالې یوسفزۍ لپاره د کاناډا افتخاري تابعیت

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملاله شپږم کس دی، چې د کاناډا افتخاري تابعیت تر لاسه کوي

د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ته د کاناډا افتخاري تابعیت ورکړل شوی دی. رپوټونو کې ویل شوي د سوات ۱۹ کلنې ملالې ته د چهارشنبې پر ورځ د کاناډا اوټاوا ښار کې یو لړ مراسمو کې د دغه هېواد تابعیت ورکړل شو.

کاناډا لومړي وزیر جستین ترودیاو ملالې ته په یو لړ مراسمو کې دغه تابعیت ورکړ. دې سره ملاله تر ټولو کم عمره او شپږم کس شوه، چې د دغه هېواد افتخاري تابعیت ورکول کېږي.

ملګرو ملتونو ملاله یوسفزۍ تر ټولو کم عمره د سولې پیغام رسونکې وټاکله

ملاله یوسفزۍ 'د سولې پیغام رسوونکې' ټاکل کېږي

د کاناډا پارلمان ګډې غونډې ته وینا کې ملالې د دغه هېواد تابعیت د ځان لپاره ویاړ بللی. هغې له کاناډایانو وغوښتل، چې ټوله نړۍ کې ښوونځیو ته د نجونو تګ لپاره زمینه برابرولو کې مرسته وکړي:

زه له تاسو هيله کوم، د نړۍ مشران یو ځای کړئ، د نجونو د زده کړو لپاره نوې پانګونه وکړئ، که کاناډایان مخکښ شي، زه باوري یم، چې نړیوال به یې ملاتړ وکړي.

ملالې زیاته کړه، کاناډا ته ښه راغلاست یوازې یو شعار نه دی، دا یو بشري احساس دی، چې که کورنۍ مو کړکېچ کې وي، موږ ټول یې هیله مند یو. زه دعا کوم، چې تاسې خپله غېږ د نړۍ تر ټولو بې دفاع ماشومانو او کورنیو لپاره پرانیزئ او زه هیله منده یم، چې ستاسې ګاونډيان به هم ستاسې پر دغه پله پل کېږدي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملالې ته د کاناډا اوټاوا کې د دغه هېواد تابعیت ورکړل شوی

له دې مخکې ملاله یوسفزۍ د ملګرو ملتونو له لوري د سولې تر ټولو کم عمره پیغام رسونکې ټاکل شوې.

۲۰۱۲ کال کې وسله والو طالبانو د نجونو زده کړو مبارزې له کبله پر نوموړې برید کړی و. نیویارک کې د ملګرو ملتونو استازیتوب منلو پر مهال ملالې وویل:

'' ( بدلونونه راوستل ) له موږ سره پیلېږي او باید همدا اوس پیل شي. که غواړئ راتلونکی مو روښانه شي، همدا اوس باید کار پیل کړئ 'او ' هېچا ته باید انتظار و نه کړئ. ''

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترڅ ملاله د هغه څه سمبول وبلله، چې وايي ''د ټولې نړۍ لپاره ښايي تر هر څه مهم دی او هغه زده کړې دي. ''

اړونده مطالب