ټرمپ: "اسد قصاب دی، له سوریې سره مو اړیکي ډېر ترینګلي شوي"

د انځور حقوق EPA
Image caption د سوریې پر خان شیخون تر کیمیاوي برید وروسته د واشنګټن او مسکو ترمنځ اړیکي ډېر ترینګلي شوي

د امريکا ولسمشر دونلډ ټرمپ د سوريې ولسمشر بشارالاسد محکوم کړ، چې په وینا یې تېره اونۍ د ياغيانو تر واک لاندې ښار په مشکوک کيمياوي بريد سره د يوه قصاب په توګه د بېګناه ملکي کسانو د ظالمانه وژنې مسؤوليت لري.

د ناټو د عمومي سرمنشي جنز سټولټنبرگ ترڅنګ د وينا پرمهال ښاغلي ټرمپ وويل، په دې کې شک نه لري، چې د سوريې پر يوې هوايي اډې د توغنديز بريد د امر په کولو سره يې يو سم کار کړى دى.

د ناټو له سرمنشي سره شوې خبري ناسته کې په څرگنده د ناټو ملاتړ اعلانولو ترڅنګ د ولسمشر ټرمپ د خبرو بله مهمه برخه پر سوريې او د بشارالاسد پر برخليک چورلېده.

ښاغلي ټرمپ د سوريې د شعیرات پر هوايي اډې د توغنديزو بريدونو دفاع وکړه او ولسمشر اسد يې يو قصاب وباله چې په وينا يې خپل خلک وژني.

ټیلرسن له روسیې غوښتې له اسده ملاتړ ونه کړي

روسان 'د سوریې په څېر بندیزونو سره مخامخېدای شي'

ښاغلي ټرمپ د ناټو له غړو هېوادونو مننه وکړه چې پر سوريې د امريکا د توغنديزو بريدونو ملاتړ يې څرگند کړى.

ښاغلي ټرمپ وويل د کيمياوي وسلو په مټ د ماشومانو او بې گڼاه خلکو ظالمانه وژنه بايد د هر هغه ولس له لوري په ټينگه رد شي چې د انسان ژوندانه ته ارزښت قايل دى.

د ښاغلي ټرمپ په باور اوس د دې مهال رارسېدلى چې د سوريې کورنۍ جگړې ته نور د پاى ټکى کېښوول شي.

خو نوموړي د سوريې پر وړاندې د خپلې ادارې پوځي اقدام ته د روسي چارواکو غبرگون له امله ناهيلي څرگنده کړه او وې ويل په دې کې هېڅ شک نشته چې د بشار الاسد د رژيم په وړاندې پورته شوى ګام پر ځاى و.

ښاغلى ټرمپ په داسې حال کې چې د ناټو د سرمنشي جنز سټولټنبرګ ترڅنګ ولاړ و، پر دغه تړون د خپلو پخوانيو نيوکو پرخلاف وويل، ناټو اوس د ترهگرۍ پرضد مبارزه کوي او نور يو ناکاره جوړښت نه دى.

نوموړي پر ناټو غږ وکړ چې په افغانستان او عراق کې دې د دوى له متحدينو سره مرسته وکړي.

د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د ناټو په اړه د نوموړي په دريځ کې د ستر بدلانه ښودنه کوي هغه د خپل لوړې له مراسمو لږ وړاندې ناټو له کاره لوېدلى پوځي تړون بللى و.

د ولسمشر ټرمپ او د ناټو د سرمنشي ينز سټولټنبرګ دا ګډه خبري ناسته په داسې حال کې ترسره شوه چې د نړيوالو پام د امريکا او روسيې ترمنځ په تازه ناندريو ورټول دى، چې پر سوريې د امريکا توغنديزو بريدونو له امله را ټوکېدلې.

د انځور حقوق EPA
Image caption پوتین وايي، د واشنګټن او مسکو ترمنځ پوځي کچه ډېر ناوړه حالت ته رسېدلې ده

د ټرمپ او پوتین ترمنځ اختلاف

د امریکا او روسیې ولسمشرانو د سوریې د شخړې په تړاو د خپلو دریځو په روښانولو سره له خپل اختلاف پرده پورته کړه. فاکس نیوز خبري شبکې ته ټرمپ پر خان شیخون د برید په اړه وویل: ''ایا هغه دوه ګلالي ماشومان مو ولیدل چې د خپل پلار په غېږ کې د مرګ په خوب ویده وو، ایا هغه ماشومان مو ولیدل چې د ساه اخیستو هڅه یې کوله خو مرګ یې دنیا ړنګه کړه. ''

دی وايي، بیا مو له دفاع وزیر وغوښتل، او ''سخت ګوزار مو پرې وکړ ''.

خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، ټرمپ سوریه کې پر هوايي اډې برید سره له ''قانون سرغړونه '' کړې او د هغه له ولسمشر کېدا وروسته امریکا کې پر هغه د باور کچه ''ډېر ناوړه حالت '' ته رسېدلې ده.

پوتین وویل، ''په ملي ډګر کې، په تېره بیا پوځي کچه باور ښه شوی نه دی، بلکې لا پسې ناوړه شوی ''.

امریکا: د سوریې کیمیاوي وسلو برید د روسیې له امله شوی

ورته مطالب