مسکو د سوریې په اړه اتم ځل ویټو رایه وکاروله

د انځور حقوق EPA
Image caption پر خان شیخون کیمیاوي برید نژدې ۹۰ کسان ووژل

روسیې د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک هغه مسوده ویټو کړه چې د سوریې له دولته یې د ادلب ښار په خان شیخون کې د کیمیاوي وسلو په پلټنو کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

دا اتم ځل دی چې روسیه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د سوریې په اړه په مهمو پرېکړو کې د بشارالاسد د دولت پلوۍ له خپل (ویټو) امتیازه کار اخلي.

امریکا وايي، یاد هوايي برید کې، چې د ۳۱ ماشومانو په ګډون یې ۷۸ کسان ووژل، د سوریې دولت کړی دی.

ټرمپ: "اسد قصاب دی، له سوریې سره مو اړیکي ډېر ترینګلي شوي"

ټیلرسن له روسیې غوښتې له اسده ملاتړ ونه کړي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک په مسوده کې له سوریې غوښتل شوي وو چې د برید د ورځې د الوتنو په ګډون پوځي معلومات ور کړي او نړیوالو څېړونکو ته لاره هواره کړي چې د دغه هېواد له هوايي ډګرونو ته لاسرسی ولري.

چین د امنیت شورا بل دایمې غړی دی چې د ویټو حق لري، خو د رایې له کارولو یې ډډه کړې. د قزاقستان او ایتوپیا هېوادونو چې د امنیت شورا نادایمي غړي دي، ممتنع رایه کارولې ده.

لسو نورو هېوادونو یادې مسودې ته مثبته رایه ور کړې، خو بولیویا بیا د روسیې په پلوۍ رایه کارولې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازې (نیکي هیلي) د روسیې له خوا د یادې مسودې ویټو کول وغندل او ویې ویل: "تاسو هر وخت چې د اسد الوتکې خوشه‌يي بمونه پر ملکي وګړو غورځوي او هر ځل چې اسد هڅه کوي نور خلک له لوږې مړه کړي، نو ځان نور هم منزوي کوئ."

د امریکا څارګرو ادارو ویلي، کله چې د شعیرات په هوايي اډه امریکايي الوتکو توغندي ورول، نو په اډه کې د روسیې لسګونه پوځیان موجود و.

د انځور حقوق AFP
Image caption روسیې اته ځلې امنیت شورا کې د سوریې په ملاتړ رایه ورکړې

په امنیت شورا کې د روسیې له خوا د سوریې په تړاو د پرېکړه لیک د مسودې ویټو پر داسې مهال ده چې ویل کېدل، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکايي سیال سره په لیدنه کې په سوریه کې د کیمیاوي سلو د کارونې په تړاو له نړیوالې پلټنې ملاتړ کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن له خپل روسي سیال (سرګي لاوروف) او ویلادیمیر پوتین سره د لیدنې لپاره مسکو ته تللی و.

روسان 'د سوریې په څېر بندیزونو سره مخامخېدای شي'

دواړو لوریو ویل، د باثباته او یو موټې سوریې د لرلو او د اسلامي دولت نومې ډلې په ګډون د ترهګرو په ماتولو کې ګډ نظرونه لري.

ښاغلي ټېلرسن وویل:" شواهد شته چي د کیمیاوي وسلو برید د سوریې ځواکونو پلان او تر سره کړی دی." خو لاوروف بیا ویل، هیڅ شواهد نه شته چې له مخې په خان شیخومن کې د کیمیاوي وسلو د برید ګوته سوریې ته ونیول شي. نوموړي پخپلو خبرو کې د هغو هېوادونو ګډوډۍ ته هم اشاره وکړه چې رهبران یې را نسکور او اوس له کړکېچ سره لاس او ګرېوان دي.

د انځور حقوق EPA

اړونده مطالب