"روسیې او ایران د افغان حکومت کمزوري کولو لپاره له طالبانو سره اړیکې نیولي"

د انځور حقوق AFP
Image caption ورځپاڼه وايي د امريکا او روسيې ترمنځ د ترينگلتيا ډېرېدل ښايي د افغان سولې بهير ته زيان واړوي.

واشنگټن پوست:

د امريکا واشنگټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د روسيې او ايران ښکېلتيا په تړاو مطلب خپور کړى او وايي دغو دواړو هېوادونو په داسې حال کې د افغانستان په مسله کې د لوى رول ترلاسه کولو هڅې پيل کړې چې د امريکا ورته پام نه و.

ورځپاڼه وايي ايران او روسيې په افغانستان کې د امريکا د ځواک په وړاندې سترې ننگونې ولاړې کړي.

دغې امريکايۍ ورځپاڼې د افغان او امريکايي چارواکو په وينا ليکلي، دغو دواړو د امريکا راتلونکې افغان تگلارې په تړاو له شته ناڅرگندتيا په گټه اخيستو د لوېديځ له ملاتړه د برخمن افغان حکومت کمزورتيا په موخه له طالبانو سره اړيکي غځولي.

روسيه: ځينې افغان چارواکي پر روسيه بې بنسټه تورونه لګوي

ورځپاڼه وايي د امريکا او روسيې ترمنځ د ترينگلتيا ډېرېدل ښايي د افغان سولې بهير ته زيان واړوي.

مطلب کې راغلي، روسيه او ايران له کلونو راهيسې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو غوښتونکي وو او اوس چې طالبانو سيمې لاندې کړي او داسې نه برېښي امريکا دې په دې تړاو رڼه تگلاره ولري، نو دواړو د اورپکو ملاتړ ډېر کړى، او امريکا يې د جگړې له سيمه ييزې ډيپلوماسۍ څنگ ته ټيل وهلې.

ورځپاڼه راتلونکې جمعه د روسيې، ايران او چين په گډون د افغانستان په تړاو کېدونکې غونډې ته اشاره کوي او وايي متحده ايالتونو لا نه ده کره کړې چې په دغې غونډې کې گډون کوي او که څنگه.

نيوز انټرنېشنل:

پاکستان چاپ "ده نيوز انټرنېشنل" ورځپاڼه وايي د پاکستان د ترهگرۍ ضد ادارې تازه رپوټ کې راغلي ډېرى هغه ترهگر چې د پاکستان په پنجاب ايالت کې يې لټون روان دى، له اره د لاهور دي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption ورځپاڼه زياتوي په پنجاب کې د ځايي اورپکو سربېره داسې نور هم فعال دي چې د پښتونخوا، سند او بلوچستان ايالتونه دي خو ډېر په خپله د پنجاب دي.

د رپوټ پربنسټ، د ترهګرو په دغه ١١٣ کسيز نوملړ کې ١٩ يې د لاهور اصلي اوسېدونکي دي.

ورځپاڼه وايي لاهور همداراز د فرقه ييزو توندلارو اورپکو په استوگنځى بدل شوى.

ورځپاڼه زياتوي په پنجاب کې د ځايي اورپکو سربېره داسې نور هم فعال دي چې د پښتونخوا، سند او بلوچستان ايالتونه دي خو ډېر په خپله د پنجاب دي.

لاهور: ځانمرګي برید کې د څلورو پوځیانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي

ورته مطالب