بشارالاسد: د کیمیاوي برید ادعاوې جعلي دي

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي اسد ویلي، سوریې خپلې کیمیاوي وسلې له لاسه ورکړې

د سوریې ولسمشر بشارالاسد ویلي، د ده د ځواکونو له لوري د کیمیاوي وسلو د برید رپوټونه ۱۰۰ فیصده جعلي دي. له فرانس پریس خبري اژانس سره یوه ځانګړې ویډیويي مرکه کې نوموړي ویلي:

'د هېڅ کوم برید لپاره هېڅ کوم امر نه دی شوی. '

په هغه برید کې له ۸۰ ډېر کسان وژل شوي وو، چې د اپرایل پر څلورمه نېټه د سوري حکومت مخالفو وسله والو تر ولکې لاندې سیمه خان شیخون کې شوی وو.

عیني شاهدانو ویلي و، جنګې الوتکې یې ولېدې، چې پر ښارګوټي یې برید وکړ، خو روسیې ویلي د مخالفو وسله والو د کیمیاوي مواد یوه زېرمه په نښه شوې وه.

ښاغلي اسد له اي ایف پي سره خبرو کې ویلي سوري حکومت ۲۰۱۳ کال کې خپلې کیمیاوي وسلې له منځه وړې او وايي 'که موږ لرلای هم نه مو کارولې. '

خو ملګري ملتونه، د امریکا متحده ایالتونه او د کیمیاوي وسلو ماهرین د روسیې او سوریې پر دغه سپیناوي شکونه ښيي. ښاغلي اسد دا هم ویلي، چې د پېښې په اړه به یوازې 'بې پرې ' څېړنې ته اجازه ورکړي، چې په وینا یې 'د سیاسي موخو لپاره ' استعمال نه شي.

بشارالاسد پر لوېدیځوالو تور پورې کړی، چې ګواکې دغه کېسه یې د سوریې هوايي ځواک پر یوې هوايي اډې د برید لپاره د پلمې په توګه جوړه کړې وه. هغه د ویډیويي تصویرونو کره والي په هکله یوې پوښتنې ته ځواب کې ویلي:

''دا 'د هغې ډرامې ' لومړی پړاو و، چې موږ پر خواله رسنیو، ټلویزیونونو ولیده، بیا پروپاګند او وروسته دویم پړاو پوځي برید ''

د انځور حقوق Reuters
Image caption هغه پېښه کې له اتیاوو ډېر کسان وژل شوي وو

د سوریې مهم اتحادي روسیې د چهارشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه لیک ته د رایې ورکولو له کبله پر امریکا، بریتانیا او فرانسې غوسه څرګنده کړې، چې په کې د هغه برید په تړاو څېړنه کې له بشارالاسد نه د همکارۍ غوښتنه شوې.