"روسیه د بېسلان ښوونځي يرغمل شویو ژغورلو کې پاتې راغلې وه"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دغې پېښې لپاره په تېر کې هېڅ روسی چارواکي پړ نه دی بلل شوی، چې په کې ۱۸۶ ماشومان وژل شوي وو.

د بشري حقونو لپاره د اروپايي محکمې پرېکړه کې ویل شوي، چې روسیه د بېسلان ښوونځي محاصره شویو کسانو ژغورلو کې پاتې راغلې وه. د ۲۰۰۴ کال هغه پېښه کې ۳۳۰ کسان وژل شوي وو. چیچنايي وسلوالو هغه مهال نژدې ۱۰۰۰ کسان یرغمل کړي وو، چې ډېری یې ماشومان وو.

روسیې او چین د حلب په تړاو د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړ

روسیه، ترکیه او ایران په سوریه کې د اوربند دوامدراولو ژمنه کوي

اوس دغې محکمې ویلي، روسي چارواکو د محاصرې پای ته رسولو لپاره نا انډوله زور استعمال کړی و. محکمې دغه راز ویلي چارواکو ته معلومه وه، چې یو برید حتمی دی، خو دوی یې د مخنیوي لپاره هېڅ نه و کړي. روسیې ویلي دا پرېکړه( په هېڅ صورت د منلو نه ده) او وايي دوی به استناف غوښتنه وکړي

د دغې پېښې لپاره په تېر کې هېڅ روسی چارواکي پړ نه دی بلل شوی، چې په کې ۱۸۶ ماشومان وژل شوي وو. بېسلان ښوونځي ته هغه مهال وسله وال کسان ننوتی وو، چې د ښوونځي انګړ کې د نوي تعلیمي کال پیل مراسم پای ته نژدې وو. وسله والو سملاسي ډزې کړې وې او هلته شته کسان یې د ښونځي سپورت سالون کې ایسار کړي وو.

دوی د باکسټ بال لوبې توکو پورې چاودیدونکي تړلي وو. یرغمل کونکو له چیچنیا نه د ټولو روسي ځواکونو وتلو غوښتنه کوله. هغه سخته محاصره درې ورځې وروسته له سختو چاودنو او ګڼو ډزو وروسته پای ته رسېدلې وه. د عیني شاهدانو په وینا د محاصرې پای ته رسولو لپاره د روسي ځواکونو عملیات ګډوډ وو، بې انډوله زور په کې کارول شوی وو او ځواکونو درنې وسلې کاروولې وې.

د انځور حقوق AFP
Image caption اوس محکمې ویلي، روسي چارواکو د محاصرې پای ته رسولو لپاره نا انډوله زور استعمال کړی و.

له یرغمل کونکو نه یوازې یو سړی ژوندی نیول شوی و، چې وروسته محاکمه شو. لسیزه وروسته هم د دغې پېښې ژوندي پاتې کسان او د وژل شویو خپلوان پوښتنه کوي، چې ایا د هغې محاصرې مخه نیول کېدای شوای او ولې د ژغورنې عملیاتو کې دومره ډېر خلک ووژل شول. دوی وايي د ولسمشر ولادمیر پوتین په ګډون چارواکو د هغې پېښې پر مهال ناغیړي کړې د استخباراتو هغه رپوټونه یې رد کړي وو، چې ګواکې د یرغمل نیونې یو پلان جوړ شوی دی.

له دغو کسانو نه یې ۴۰۰ کسانو په ستراسبورګ کې د بشري حقونو محکمې ته په دې اړه عریضې کړې وې. د دغې محکمې چارې د اروپايي شورا لخوا پر مخ بیول کېږي، چې روسیه یې هم غړی هېواد دی.

په پرېکړه کې محکمې ویلي، روسي چارواکو ځانګړي استخباراتي معلومات درلودل، چې برید پلان شوی دی، خو دوی هېڅ نه و کړي. محکمې ویلي روسي چارواکي نه وو توانیدلي د بریدګرو د سفر او ښونځي ته د رسېدو مخه ونیسي.

محکمې دغه راز د روسیې له لورې تر سره شوې څېړنه غندلې، چې په وینا یې نه دي توانېدلي، چې معلومه کړي د امنیتي ځواکونو د افسرانو له لوري کاروول شوي ځواک جواز درلود که نه. محکمې ویلي، روسیه باید ۲ اعشاریه نهه میلیونه یورو تاوان پرې کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د بشري حقونو لپاره د اروپايي محکمې پرېکړه کې ویل شوي، چې روسیه د بېسلان ښوونځي محاصره شویو کسانو ژغورلو کې پاتې راغلې وه.

که څه هم محکمه مخامخ خپله پرېکړه نه شي پرې منلای، خو غړي هېوادونه باید ورسره مطابقت وکړي. بل لور ته روسي چارواکو ویلي، دغه پرېکړه (هېڅ راز د منلو نه ده) د روسي حکومت ویاند دیمتري پېسکووف ویلي:

"موږ یقیناً په داسې یوه هېواد کې، چې د ترهګرۍ ډېرې پېښې په کې شوې، له دغسې یوې هوکړې سره یوه خوله کېدای نه شو."

روسیې کلونه پخوا د دغې پېښې په تړاو یوه څېړنه کړې وه.

اړونده مطالب

ورته مطالب