نايجريا کې له يوې ودانۍ ۴۳ ميليونه ډالر ترلاسه شوي دي

د انځور حقوق EFFC

نايجريا کې د درغليو پر ضد د مبارزې اداره وايي د لګسو ښار له يوې ودانۍ يې ۴۳ ميليونه ډالره ترلاسه کړي دي.

چارواکو پر دغه ودانۍ وروسته له هغه چاپه وهلې، يوه مېرمن چې زړې او خيرنې جامې يې اغوستې وې دغې ودانۍ ته بکسونه وړل او راوړل.

نايجريا کې د فساد ضد هڅې

کامېرون افغانستان او نايجريا ډېر

د درغليو پر ضد د ادارې په وينا داسې اټکل کېږي چې دغه پيسې به له غيرقانوني لارو چارو ترلاسه شوې وي. خو په دې اړه يې تراوسه څوک نه دي نيول شوي.

د افريقا په دې لوی اقتصادي هېواد کې د درغليو پر ضد د وروستيو چاپو او عملياتو په ترڅ کې دا تر ټولو ډېرې نيول شوې پيسې دي.

د دغې ادارې په وينا د روان کال په مارچ مياشت کې د ۱۵۵ زرو ډالر په ارزښت نوي نوټونه د شمالي ښار کډونا هوايي ډګر کې نيول شوي وو.

د انځور حقوق EFFC

د درغليو پر ضد د ادارې خبرپاڼې له مخې د ۴۳ ميليونو ډالرو سربېره د لاګسو ښار له يوې بلې ودانۍ ۲۷۸۰۰ پونډه او ۲۳ ميليونه نايجريايۍ روپۍ چې ۷۵۰۰۰ ډالر کېږي هم ترلاسه شوي دي.

دغه پيسې په تړل شويو بکسونو کې په الماريو کې ځای پرځای شوې وې.

امنيتي ساتونکو ويلي، په دې ودانۍ کې څوک نه اوسېدل خو يوې سرچينې ويلي چې ځينې وخت به يوه مېرمن له يوه بکس سره دې ودانۍ ته ورتله.

اړونده مطالب

ورته مطالب