د امریکا تر ټولو زورور بم"لسګونه داعشیان" وژلي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
له هوا د تر ټولو زورور بم د چاودنې ويډيو

د افغانستان دفاع وزارت وايي، امریکايي ځواکونو له افغان سرتېرو سره په همغږۍ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر پټنځيو تر ټولو لوی بم غورځولی دی.

ددفاع وزارت بیان وایي، دا برید د اچین د مومند درې په اسدخېل سیمه کې شوی دی، چې له امله یې د داعش یو مهم مرکز، درې پټنځي او سمڅې او نور ژور لغمونه ویجاړ شوي دي.

"په دې برید کې د داعش ۳۶ وسلوال وژل شوي او د دوښمن ډېره درنه او سپکه وسله له منځه تللې ده".

"دا ځل ولې تر ټولو ستر بم کارولو ته اړتيا پيدا شوه؟"

د امریکا لوی بم: د بمونو مور که د بمونو پلار ډېر پیاوړی دی؟

د دفاع وزارت د بیان له مخې، په دغه برید کې د داعش داسې مرکز له منځه تللی، چې په ننګرهار کې یې د بریدونو د پلانولو لپاره کاراوه.

له بلې خوا د ننګرهار ولایتي ادارې هم په یوه بیانیه کې ویلي، چې د امریکا په دغه برید کې د داعش مهم وسلوال وژل شوي دي.

د دې بیانیې له مخې په دغه پټنځي کې د داعش مهم بهرني مشران هم و او له دې ځایه یې په ننګرهار کې د جګړې لارښوونه کوله.

د پنټګان څرګندونې

د انځور حقوق EPA
Image caption پنټګان وايي، له دې پټنځي د امریکايي او افغان ځواکونو پرضد پلانونه جوړېدل.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان ویلي، په اچین کې یې د اسلامي دولت نومې ډلې 'داعش ' پر پټنځيو تر ټولو زورور نااټومي بم( د بمونو مور) غورځولی دی.

دغه بريد د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ کې ځايي وخت سره سم د ماښام شاوخوا ۷:۳۰ بجې شوی دی.

د سپینې ماڼۍ رسنیزې برخې مشر شان سپایسر د پېښې په اړه ویلي، "موږ د تونلونو او غارونو یوه شبکه په نښه کړې، چې داعش وسله والو د ازادانه تګ راتګ لپاره کارووله. دوی له دغو تونلونو په سیمه کې پر امریکايي سلاکارانو او افغان ځواکونو په اسانۍ سره د بریدونو لپاره کار اخیست".

ولسي مرګ ژوبله

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بمونو مور یا تر ټولو لوی بم په داسې سیمه کې د داعش پر وسلوالو غورځول شوی، چې ولس پکې نه اوسي.

د اچین ولسوال اسمعاعیل شینواري له له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، په هغه سیمه کې چې دغه هوايي برید پکې شوی، "ولسي خلک نه اوسېږي او یوازې "د داعش سمڅې شته".

د محمد په نوم له سیمې یوه اوسېدونکي هم بي بي سي ته وویل، چې د داعش له وېرې له دې سیمې خلک کډه شوي و، یواځې تش کورونه یې ویجاړ شوي دي.

"ماخستن ډوډۍ ته ناست وم، د درانه بم غم مو واورېد".

غبرګون

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پخواني افغان ولسمشر دا برید غندلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې د بمونو مور بم د کارولو امر یې پخپله کړی، که یه وویل، د امریکا پوځ ته یې "بشپړ واک" ور کړی او پر دغو ځواکونو ویاړي.

د افغانستان اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په ټوېټ کې ویلي، چې دا بم له افغان ځواکونو سره په همغږۍ غورځول شوی دی.

* داعش کلابند کړي برتانوي ولې ځان وواژه؟

* قبایل د داعش نویو ګواښونو اندېښمن کړي

نوموړی دا هم وایي، چې له دې سیمې خلک کډه شوي، ځکه ولسي مرګ ژوبله نه لري.

خو پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د امریکا دا برید غندلی دی او په ټوېټ کې یې لیکلي دي: "دا د ترهګرۍ ضد جګړه نه ده، بلکې د نویو او خطرناک وسلو د ازمایلو لپاره زموږ له هېواد ناانساني او بې رحمه کار اخیستل دی".

د بمونو مور

د انځور حقوق EPA
Image caption دا بم د بمونو مور بلل کېږي او تر ۱۶ میلیونو ډالرو لګښت پرې راځي.

دغه بم چې د ( جي بي یو-۴۳ بي ) نوم ورکړل شوی دی "د ټولو بمونو د مور" په نوم هم مشهور دی او ماهرین وايي، په یوه ميل شاوخوا ساحه کې هرڅه له منځه وړي.

امریکايي چارواکي وايي، دغه بم چې ۹ متره اوږدوالی او ۹۸۰۰ کيلو ګرامه وزن لري د سمڅو د له منځه وړلو لپاره جوړ شوی.

د دې بم( ۴۳ جي بي یو) د جوړولو او پراختیا کار پر ۲۰۰۳ کال او د عراق د جګړې پر مهال پیل شوی، خو تراوسه د جګړې په ډګر کې کارول شوی نه و.

دا بم د باري الوتکې له شا د نښې په لور غورځول کېږې او ویل کېږي چې دا ډول هر بم ۱۶ میلیون لګښت لري.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په ۲۰۰۳م کال کې د دغه لوی بم ازموینه

ورته مطالب