د نجونو ختنه کوونکې ډاکټره ښايي ټول عمر په زندان کې تېر کړي

پر جومانا نګارولا تور دی، چې ګواکې شپږ کلنې یا اووه کلنې نجونې یې ختنه کولې د انځور حقوق HENRY FORD HOSPITAL
Image caption پر جومانا نګارولا تور دی، چې ګواکې شپږ کلنې یا اووه کلنې نجونې یې ختنه کولې

د امریکا دیترویت ښار کې پر یوې ډاکټرې تور پورې شوی، چې ګواکې نجونې یې ختنه کولې. که پر نوموړې ډاکټرې دغه تور ثبت شي، ښايي ټول عمر د زندان تمبو تر شا تېر کړي.

امریکا کې له ۱۹۹۶ کال راهیسې اېف جي اېم یا د نجونو ختنې عملیات غیرقانوني بلل شوي.

داسې ښکاري، دا لومړی ځل دی، چې پر یوې روغتیاپالې دغه ډول تور پورې کېږي.

د دیترویت څارنوالۍ په وینا پر ډاکټرې جومانا نګارولا تور دی، چې له ۱۲ کلنو راهیسې یې خپل کلیینیک کې شپږ یا اووه کلنې ماشومانې ختنه کړې دي.

مصر د نجونو پر سنتولو سزا ډېره کړې

د کینیا نجونې او د راتلونکي په اړه یې نظر

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې نوموړې ډاکټرې په خپله خوښه د عریضې په تړاو پوښتنو ته ځوابونه ویلي او د ختنې هر ډول عملیات یا د ښځو جنسي اندام مثله کول یې رد کړي دي.

خو د دوسیې څېړونکي وايي، پر بې دفاع قربانیانو دغه 'بې رحمه او هېښونکې 'چاره تر سره شوې ده.

یو شمېر ماشومانې، چې ختنه شوې، ویل کېږي له میشي ګن ایالت له بهر نه د نوموړې کلینک ته راوړل شوې وې. دیترویت د مشي ګن ایالت تر ټولو ګڼ نفوسه ښار دی.

ډاکټره نګارولا اوسمهال نیول شوې ده.

د امریکا څارنوالۍ سرپرست ډانیل لمیش وايي، دغه چاره 'له ښځو او نجونو سره بې رحمه زور زیاتی ' دی

د امریکايي چارواکو په خبره د ښځو جنسي غړي مثله کول دغه هېواد کې غیر قانوني دي او که څوک دغه چاره وکړي، جدي چلند به ورسره کېږي.

د نجونو ختنه کولو په تړاو دغه هېواد کې لومړی ځل ۲۰۰۶ کال کې سزا ثبت شوې ده. یو ایتهوپیايي کس ته له دې کبله د لس کله زندان سزا ورکړل شوه، چې د بیاتي په وسیله یې خپله دوه کلنه ماشومه ختنه کړې وه.

۲۰۱۲ کال کې امریکايي چارواکو ویلي و، چې دغه هېواد کې ۵۰۰ زره ښځې یا ختنه شوې او یا د مثله کېدو له خطر سره مخامخ دي.

د نړۍ لر او بر کې نژدې ۲۰۰ میلیونه ښځې او نجونې په یوه نا یوه ډول د ایف جي ایم عملیاتو ښکار شوې، چې د ملګرو ملتونو په خبره له دوی نه نیمايي یې د مصر، ایتهوپیا او اندونیزیا اوسېدونکې دي.