موصل کې هوايي برید د 'اسلامي دولت' مفتي وژلی

د انځور حقوق Alamy
Image caption د موصل لوېدیځ کې د جمعې په ورځ د النوري جومات څېرمه د جګړې لوګي

عراقي ځواکونو ویلي، د موصل پرله پسې عملیاتو په لړ کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف هوايي برید کې د 'اسلامي دولت' ډلې مفتي عبدالله البدراني وژل شوی دی.

البدراني د ''اسلامي دولت'' له وتلو او سترو مذهبي مشرانو ګڼل کېده.

رپوټونه وايي، البدراني د موصل لوېدیځ کې د تېرې پنجشنبې په ورځ په نخښه شوی دی.

کردي ځواکونو پر موصل "لوی برید" پیل کړی

"اسلامي دولت" موصل کې '۴۰ کسان اعدام کړي'

اټکل دی چې نوموړی د دغې ډلې د ګڼو احکامو صادرولو تر شا و، چې د ولسي وګړو د ځورونې، وژنې او او ان پر هغوی د جنسي تېري پېښو کې یې فیصلې کولې.

عراقي ځواکونه دا مهال د موصل ښار النوري جومات شاوخوا سیمو نیولو هڅه کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عراقي ځواکونه په زاړه ښار کې د النوري جومات څېرمه سیمو نیولو هڅه کوي

د ''اسلامي دولت'' مفتي څوک دی؟

''اسلامي دولت'' ډلې په ګڼو وګړو کې وېره خپره کړې ده چې له بشري حقونو د سرغړونې په تړاو ټول ترې ترهېږي.

ابو ایوب موصل کې ښه نوم نه درلود، ځکه چې هغه ډېر سخت دیني احکام صادرول.

باور دی چې ابو ایوب به د عراق شمال کې د ایزیدي ښځو د مینځو ګرځولو احکام خپرول، پر هغوی یې د جنسي تېریو په ملاتړ احکام صادرول.

په وروستیو کې نوموړي د موصل ختیځه برخه کې پر ولسي وګړو د بریدونو لپاره ''اسلامي دولت'' ډلې ته د بریدونو فتواوې ورکولې.

د النوري جومات سیمه د عراقي ځواکونو یو مهم هدف ګڼل کېږي، چې باید ویې نیسي.

هلته په ۲۰۱۴ کال په لومړي ځل د ''اسلامي دولت'' مشر ابو بکر البغدادي راڅرګند شو او سوریه او عراق کې یې د خلافت اعلان وکړ.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
موصل کې جګړه

ورته مطالب