هندو: 'ټرمپ دې پاکستان کې د ترهګرو پټنځي په نښه کړي'

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ښاغلي خليلزاد په وينا که امريکا دغو پټنځيو ته درناوى کوي نو دا په دې مانا ده چې د اورپکۍ دوام ته اجازه ورکوي.

هندو:

هندۍ ورځپاڼې "هندو" افغانستان لپاره د امريکا پخواني سفير زلمي خليلزاد هغه څرگندونې راخيستې چې وايي د ښاغلي ټرمپ اداره دې په پاکستان کې د ترهگرو د پټنځيو په نښه کولو باندې غور وکړي.

ښاغلي خليلزاد دا څرگندونې په يوۀ څېړنيز مرکز کې لږ وروسته له هغه وکړې چې په افغانستان کې د امريکا له لوري د تر ټولو ستر بم وکارول شو.

ښاغلي خليلزاد ويلي موږ د بمونو د مور په تړاو خبرې کوو، خو د افغانستان د ټولو ستونزو مور په پاکستان کې د طالبانو پټنځي دي.

پاکستان تل دا ډول څرګندونې رد کړې او وايي چې دوی پخپله هم د ترهګرۍ قرباني دي.

امريکا په افغانستان کې خپل تر ټولو زورور بم کارولی

د ښاغلي خليلزاد په وينا که امريکا دغو پټنځيو ته درناوى کوي نو دا په دې مانا ده چې د اورپکۍ دوام ته اجازه ورکوي.

ورځپاڼه وايي ښاغلي خليلزاد افغانستان ته د امريکا ملي امنيت سلاکار "اچ. آر مکماستر" ننني سفر ته اشاره وکړه او وې ويل هيلمن دى چې کله ښاغلى مکماستر له افغانستانه اسلام آباد ته ورشي نو پاکستاني چارواکو ته مخامخ ووايي چې په دغه هېواد کې د اورپکو پټنځي نور د منلو نه دي.

اکسپرېس ټريبيون:

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption ارزښت له پلوه په نړيواله درجه بندۍ کې پاکستانى پاسپورټ دويم تر ټولو وروستى هغه و.

پاکستانۍ اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه وايي د پاکستان د کابينې يوۀ غړي ويلي په نړيواله درجه بندۍ کې د پاکستاني پاسپورټونو وروسته پاتې کېدو لامل د افغانستان جگړه ده.

ارزښت له پلوه په نړيواله درجه بندۍ کې پاکستانى پاسپورټ دويم تر ټولو وروستى هغه و.

د ورځپاڼې په وينا دغه کمزورى استدلال د پاکستان د پارلماني چارو د وزير شيخ آفتاب له لوري د سنا يوې جرگه گۍ ته وشو، خو وزير په خپله قانع برېښېده چې گواکې همداسې ده.

ورځپاڼه زياتوي وزير د څلورو سناتورانو له لوري بلل شوى و چې سپيناوي لپاره دې د دغې جرگه گۍ په وړلاندې څرگند شي خو نېکمرغي يې په دې کې وه چې د د غو څلورو سناتورانو يواځې يو حاضر و نو ځکه له نوموړي ډېر اښتنې پوښتنې ونشوې.

د پاکستان په عادي پاسپورټونو پنځو هېوادونو، د خدمت په پاسپورټ ٢٧ او بيا په ډيپلوماټيکو پاسپورټونو ٣٩ هېوادونو ته له ويزې پرته سفر کېداى شي.

گارډين:

د انځور حقوق FP/Getty Images)

گارډين ورځپاڼې د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ ترينگلتيا ته کتنه کړې او وايي ښايي شمالي کوريا نن د اپرېل پر ١٥ د دغه هېواد د بنسټ اېښوونکې د زېږېدو کليزه په يوه توغنديزه او يا اټومې آزموينې ولمانځي.