مېړه له خپلې مېرمنې سره د جنسي اړيکو وېډیوګانې خپرې کړې

د انځور حقوق stock photo

یوه هندي انجنیر له خپلې مېرمنې سره د جنسي اړيکو ژوندی بهير د شپږو مياشتو لپاره په داسې ډول خپور کړی چې مېرمن يې پرې نه ده خبره شوې.

يوه هندي انجنیر په پټه له خپلې مېرمنې سره د کورواله وېډيو په ژوندۍ بڼه خپروله.

دغه ۳۳ کلن کس په خپله خوب خونه کې د لپ ټاپ کمپیوټر په کامره دا وېډيوګانې ثبتولې او بيا يې د لوڅو فلمونو په وېبپاڼو پلورلې.

شرم، "زه خپل مېړه وشرمولم"

تونس کې يوې نجلۍ جنسي تېری کوونکی څنګه وواژه؟

د شرم په نامه نوې لړۍ: سکس، پت او باج اخیستنه

د هغه مېرمن هم د سافټوېر انجنیره ده، خو په دې نه وه خبره چې دا وېډيوګانې زرګونو خلکو کتلې.

د هغې مېړه د حیدرآباد په چينتال کې د خپلې آی پي له څارل کېدو وروسته نيول شوی دی.

هغه دا وېډیوګانې د پیسو په مقابل کې د نارینه اسکورټ يا جنسي خدماتو وړاندې کوونکو وېبپاڼو ته ورپلورلې او حتی خپله يې هم ورته د نارينه د جنسي خدماتو د وړاندې کوونکي په توګه چمتووالی ښودلی.

د هغه مېرمن د یاد کس د ناوړه ارادې په اړه لومړی شکمنه شوې او بيا يې د جنسي فحاشۍ په اړه خبرداری ورکړی.

هغې په تېر نومبر مياشت کې پوليسو ته یو شکایت ثبت کړی او وروسته له مياشتو مياشتو يې موندلې چې دا وېډیوګانې چا خپرې کړې دي.

د پوليسو د مرکز د سایبر یا پر ليکه جنایاتو د برخې مرستیال کمېشنر جېرام ويلي دغې چارې شپږ مياشتې وخت اخيستی تر څو دغه خاوند په قضیه کې د اصلي تورن په توګه وپېژني.

هغه ان ډي ټي وي ته ويلي دوی د نوموړي کس د آی پي پتې، بانکي حسابونو او د چټ له څارنې وروسته دا کس پيژندلی دی.

د يادې جوړې دا وېډيو په کېرالا ایالت کې د يوه کس له خوا د لوڅو فلمونو پاڼې ته پورته شوې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب