چین وايي، 'هره شېبه' د امریکا او شمالي کوریا شخړه پیلېدای شي

د انځور حقوق AFP
Image caption د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي، ټولې غاړې باید 'بشپړه هوښیاري' ولري

چين خبردارى ورکړى، چې کوريا ټاپو وزمه کې ترينگلتيا لوړې کچې ته رسېدلې ډېر او ښايي هره شيبه شخړه رامنځته شي.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانگ يى له هغې وروسته دا خبرې کولې چې شمالي کوريا ژمنه وکړه چې د امريکا د هرډول تيري ته په ځواب کې به د اټومي وسلو د کارونې په گډون مخ نيونکى گام اوچت کړي.

ټاپو کې دغه ترينگلتيا داسې مهال رامنځته شوې چې شمالي کوريا نن د هيواد د بنسټگرکيم ال سونگ د زوکړې کاليزه لمانځي.

شمالي کوریا توغندی ازمویلی

ټرمپ: د شمالي کوریا لانجه د چین له مرستې پرته حلولی شو

د شمالي کوريا او د امريکا د احتمالي مخامختيا په تړاو په سيمه کې اندېښنو وروسته له هغه ډېر زور واخيست چې شمالي کوريا د بهرنيو چارو مرستيال وزير کوتڅنډنه وکړه که امريکا کوم خطرناک پوځي غوراوي ته لاس واچوي نو دوى به پرې وار لومړى وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانگ يې وايي حالت دومره تاوجن شوى چې هره شېبه د جگړې د پيلېدا امکان شته.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چين د شمالي کوريا يواځنى ملاتړى دى او اندېښنه لري چې له امريکا سره جگړه به د شمالي کوريا رژيم نسکور او د دغه هېواد پر پولې ستونزې راولاړې کړي.

ښاغلي وانگ، چې په بيجنیگ کې جوړې شوې خبرې ناستې کې غږېده په نامعموله تونده لهجه له امريکا او شمالي کوريا په ټينگه د ترينگلتيا کمولو غوښتنه وکړه:

"په دې وروستيو کې ترينگلتيا ډېره شوې. يوۀ اړخ ته امريکا او جنوبي کوريا دي، او بل هغه کې شمالي کوريا. داسې محسوسېږي چې جگړه هره شيبه پيلېداى شي. زما په اند دغې وضعې ته اړوندې ټولې ډلې بايد ډېره پاملرنه وکړي."

د چين د بهرنيو چارو وزير له دواړو غاړو وغوښتل چې د يوۀ بل په وړاندې له پارونکو کړنو او ويناو دې ډه ډه وکړي، او حالات دې داسې يوۀ پړاو ته نه بيايي چې له کابو ووځي.

شمالي کوریا 'پیاوړی توغندیز ماشین ازمویلی'

د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ د ترينگلتيا شته کچه هغه مهال لا پسې لوړه شوه چې امريکايي چارواکو د شمالي کوريا د اټومي وسلو پراخېدا پر شونتيا اندېښنه وښوده او د کوريا ټاپو وزمې ته يې نژدې خپله جنگي بېړۍ ځاى پرځاى کړه.

د انځور حقوق AFP
Image caption د شمالي کوریا ځانګړي ځواکونه د پوځي روزنې پرمهال

وروسته د دواړو هېوادونو چارواکو د يوه بل په وړاندې پاروونکې څرگندونې وکړې.

خو چينايي چارواکي هغه مهال لا ډېر اندېښمن شول چې ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ وويل امريکا به له چين سره او يا له چين پرته د شمالي کوريا ستونزه هواره کړي.

"شمالي کوریا غواړي یو اټومي ځواک وپیژندل شي"

چين د شمالي کوريا يواځنى ملاتړى دى او اندېښنه لري چې له امريکا سره جگړه به د شمالي کوريا رژيم نسکور او د دغه هېواد پر پولې ستونزې راولاړې کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د شمالي کوریا ځانګړي ځواکونه د پوځي روزنې پرمهال

ورته مطالب