امریکا ته د شمالي کوریا خبرداری: د اټومي برید ځواب ته چمتو یو

کره شمالی د انځور حقوق Reuters

شمالي کوریا امریکا ته په سیمه کې د پاروونکو اقداماتو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي دغه هېواد "چمتو دی چې په اټومي برید ځواب ورکړي."

شمالي کوریا په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې دغه هېواد د شمالي کوریا لومړني مشر کیم اوېل سونګ ۱۰۵ کلیزې لمانځي.

په پلازمېنه پیونګیانګ کې د اوسني مشر کیم جونګ اون په حضور کې لوی پوځي پرېډ ترسره شوی او وړاندوینه کېږي چې هغه د نوې توغندیزې ازموینې امر وکړي.

+ چین وايي، 'هره شېبه' د امریکا او شمالي کوریا شخړه پیلېدای شي

+ شمالي کوریا توغندی ازمویلی

د انځور حقوق Reuters

د پوځي تحلیلګرانو په وینا د درنو پوځي تجهیزاتو په منځ کې ظاهرا دوه قاره ویشتونکي نوي بالسټیک توغندي او هغه توغندي چې له اوبتل نه د توغول کېدو وړ دي هم نندارې ته وړاندې شوي دي، خو څرګنده نه ده چې ایا دا توغندي ازمایل شوي دي که نه.

د شمالي کوریا د پخوانيو پوځي پرېډونو پر خلاف د نن ورځې په مراسمو کې د چین هېڅ استازی نه و.

د قدرت دا څرګندونه داسې مهال کېږي چې امریکا خپلې جنګي بېړۍ د کوریا ټاپو وزمې ته لېږلي دي.

چورایونګ های چې ویل شوي د شمالي کوریا دویم قدرتمند کس ګڼل کېږي، ویلي چې چمتو یو د جګړې ځواب په جګړې ورکړو.

هغه همداراز ټینګار کړی: "موږ چمتو یو چې هرډول اټومي برید ته په خپل روش په اټومي برید ځواب ورکړو."

+ ټرمپ: د شمالي کوریا لانجه د چین له مرستې پرته حلولی شو

+ د کیم جونګ اون پر اوږو څوک سپرېږي؟

د انځور حقوق EPA

شمالي کوریا تراوسه ۵ اټومي ازموینې کړې دي.دولتي چارواکي او کارپوهان په دې باور دي چې دغه هېواد پر داسې توغندیو جوړولو کار کوي چې اټومي سروکي ولېږدوي او امریکا ته د رسېدو توان ولري.

تېره ورځ د چین بهرنیو چارو وزیر ونګ یي په سیمه کې د وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ او ویې ویل چې شرایط داسې دي چې هره شېبه د جګړې امکان شته.

هغه همداراز زیاته کړه، په دغه سیمه کې هرډول جګړه به ګټونکی ونه لري.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ هم وویل: "د شمالي کوریا ستونزه به هواره شي." "که چین پرېکړه وکړي چې مرسته وکړي، نو ډېره ښه ده، کنه موږ له هغوی پرته هواروو."

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر مرستیال مایک پنس سبا یکشنبه (اپرېل ۱۵مه) اسیایي هېوادونو ته د ۱۰ ورځني سفر په لړ کې جنوبي کوریا ته سفر وکړي.

اسوشېټډ پرس د امریکایي چارواکو په حواله ویلي، د امریکا دولت هڅه کوي د پوځي ځواک کارولو پرځای ترډېره د چین په مرسته پر شمالي کوریا فشارونه ډېر کړي.