د امریکا او شمالي کوريا تر منځ ترينګلتيا
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د امریکا او شمالي کوريا تر منځ ترينګلتيا

شمالي کوريا امريکا ته ګوتڅنډنه کړې چې سيمه کې دې پاروونکي کارونه نه کوي، او ويلي یې دي چې دوی يې ځواب کې اتومي ګوزار ته چمتو دي.

دا څرګندونې داسې وخت کې کېږي، چې دغه هېواد يې پلازمېنه پيونګ يانګ کې په يو لوي پوځي لاريون د خپل بنسټ ايښودونکي کيم اېل سونګ د زوکړې لمانځنه کوله.

په همدې وخت کې داسې ګونګوسي هم دي، چې اوسني مشر یې کېم جونګ اون ښايي د يوې اتومي ازموينې ترسره کولو امر ورکړي.

د زور دا ښوونه په داسې وخت کې کېږي، چې له امريکا سره يې ترينګلتيا په زياتېدو ده.