د ټرمپ د مالیو په اعتراض زرګونه کسان واټونو ته راوتلي

د انځور حقوق AFP
Image caption د کلیفونریا برکلي کې د ټرمپ ملاتړي او مخالفان سره کېوتلي چې په تړاو یې ۱۴ کسان نیول شوي هم دي

د امریکا څه باندې ۱۵۰ سیمو کې لسګونو زرو خلکو د لاریونونو په ترڅ کې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ غوښتي، چې د خپلو شتمنیو د مالیو په اړه معلومات ورکړي.

ښاغلي ټرمپ د امریکا د نورو ولسمشرانو برعکس چې په ولسمشریزو ټاکنو کې به یې د خپلو مالیاتو په اړه معلومات ورکول، تر اوسه نه دي ورکړي.

رپوټونه وايي، د کلیفورنیا ایالت برکلي کې د ټرمپ ملاتړي او مخالفان سره کېوتلي دي.

د ډونلډ ټرمپ د پخوانیو مالیو اسناد افشا شوي

نیویارک ټایمز: ښایي ټرمپ دوه لسیزې مالیه نه وي ورکړې

د شنبې په ورځ (اپرېل ۱۵مه/ وری ۲۶مه) د امریکا له ۱۵۰ سیمو رپوټونه ورکړل شول، چې لاریونیان د ټرمپ د مالي سوابقو د بربنډولو په ملاتړ سره راټول شوي.

د ټرمپ مخالفان وايي، د امریکا د ولسمشر د شخصي مالي ګټو د نه ټګر په صورت کې باید ټرمپ د مالیو خپل سوابق روښانه کړي.

په امریکا کې داسې کوم قانون نه شته چې پربنسټ یې ولسمشران د خپلو مالیو په اړه معلومات خپاره کړي، خو ټرمپ چې د یوه میلیاردر په توګه پېژندل شوی او د مېشتځایونو برخه کې لوی کاروبار لري او دا مهال یې سپینه ماڼۍ نژدې ۱۰۰ ورځې تېرې شوې، د عامو خلکو تر فشار لاندې دی چې د خپلو مالیو په اړه معلومات خپاره کړي.

په ورته وخت کې کلیفورنیا کې د ټرمپ د ملاتړو او مخالفانو ترمنځ په اخ او ډب کې ۱۴ کسان نیول شوي دي.

لاریونیانو د لاریون لپاره د اپرېل میاشتې ۱۵مه نېټه ټاکلې- ټیک هماغه ورځ چې امریکا کې د کلنیو مالیو د راپور سپارلو لپاره د ضرب الاجل په توګه ټاکل شوې ده.

د انځور حقوق AFP/ Getty Images
Image caption ځینو لاریونیانو د ټرمپ د مالیو ډاګیزه کولو په ملاتړ پیغامونه لېږدول
Image caption ځینو لاریونیانو د خپلو مالیو شخصي او محرم اسناد هم جګ نیولي وو
د انځور حقوق Reuters
Image caption دا نانځکه د ټرمپ په څېره جوړه شوې چې د امریکا فلادلفیا کې لاریونیانو لېږدوله

ورته مطالب