سوریه کي خونړی برید؛ د وژل شویو شمېر له سلو اوښتی

یو بس موټر چې د تېرې شپې په برید کې زیانمن شوی
Image caption یو بس موټر چې د تېرې شپې په برید کې زیانمن شوی

د سوریې حلب ته نژدې د تېرې شپې خونړي برید سربېره، سوریه کې له څلورو کلابندو ښارونو د سوري وګړو د لېږدولو عملیات روان دي.

تېره ورځ ناوخته (۱۵ اپرېل) یوه ځانمرګي بریدګر د سوري ولسي وګړو پر کاروان د موټربم برید وکړ.

ویل کېږي چې دغه موټر کې د سوري بېځایه شویو لپاره بشردوستانه مرستې لېږدېدې او د حلب ښار د تلاشۍ پوستې نژدې چاودېدلی دی.

دولتي سرچینې وایي، لږ ترلږه ۷۵ کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې نورې سرچینې د وژل شویو شمېره ۱۰۰ کسان بولي.

د سوریې دولتي ټلویزیون تېره شبه د مسافر وړونکو بس موترو شاوخوا د مړو زړه بوږنوونکي انځورنه خپاره کړل چې ډېر یې ماشومان و.

ایران او قطر منځګړي هېوادونه و چې له څلورو کلابندو ښارونو د سوري وګړو لېږدول له سره پیل شي. په بسونو کې د لېږدولو طرحه له جمعې ورځې پیل شوه چې د کاروان په دویمه ورځ د دوو شیعه مېشتو ښارګوټو کفریا او فوعه اوسېدونکي هدف وګرځېدل.

د انځور حقوق AFP

ددغو دوو ښارګوټو بېځایه شوي خلک له دې امله کلابند و چې دمشق ته نژدې د دولت ملاتړو ځواکونو لخوا کلابندو دوو نورو ښارګوټو کې د اورپکو برخلیک څرګند شي چې څومره اورپکي اجازه مومي له دغو دوو کلابندو ښارګوټو ووځي.

ملګرو ملتونو د بېځایه شویو کسانو پر لېږدوونکو موټرو برید په کلکه غندلی او له ښکېلو غاړو یې غوښتي چې امنیت تینګ کړي ترڅو پنځه زره راګېر کسان وکولی شي ووځي.

اړونده مطالب