امریکا او چین له شمالي کوریا سره د مقابلې لپاره همکاري کوي

شمالي کوریا خپلې دفاعي وړتیاوې د پیونګیانګ په پوځي مانور کې نندارې ته وړاندې کړې د انځور حقوق Reuters
Image caption شمالي کوریا خپلې دفاعي وړتیاوې د پیونګیانګ په پوځي مانور کې نندارې ته وړاندې کړې

د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار له شمالي کوریا سره د ترېنګلتیا ډېرېدو سره هم مهاله ویلي، د چین په همکارۍ له شمالي کوریا سره د مقابلې پر غوراویو ارزولو بوخت دي.

جنرال مک ماسټر اې بي سي ټلویزیون ته ویلي، امریکا او چین د اوسني وضعیت بدلېدو اړتیا په تړاو همنظره دي.

ښاغلی مک ماسټر د شمالي کوریا د لومړني مشر ۱۰۵مې کلیزې کې د پیونګیانګ لخوا د توغندي یوې ناکامې تجربې یوه ورځ ورسته دا خبرې کړې دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم وړاندې ویلي و چې چین له امریکا سره په دې برخه کې همکاري کوي.

+ امریکا ته د شمالي کوریا خبرداری: د اټومي برید ځواب ته چمتو یو

پیکنګ چې د پیونګیانګ تر ټولو لوی ملګری دی د واشنګټن لخوا تر فشار لاندې دی چې د شمالي کوریا چلند بدلولو لپاره پر دغه هېواد خپل نفوذ وکاروي.

د مک ماسټر د یکشنبې ورځې څرګندونې له شمالي کوریا سره د مقابلې په باره کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ لومړنی رسمي تایید دی.

ښاغلي مک ماسټر چې د افغانستان پلازمېنه کابل کې دی ویلي، د شمالي کوریا لخوا د توغندي وروستی ازمایښت هم د دغه هېواد لخوا د پاروونکو او بې ثباته کوونکو اقداماتو په ډله کې دی.

د ښاغلي ټرمپ د ملي امنیت مشاور ویلي، "د امریکا ولسمشر په څرګنده ویلي چې امریکا او په سیمه کې ملګري به یې په اټومي وسلو سمبال یوه دښمن هېواد لخوا ګواښونه ونه زغمي."

ښاغلي مک ماسټر زیاته کړه، په دې برخه کې بین المللي اجماع شته او چین هم په دې راځي. د چین دولتي مشران پوهېږي چې نباید اوسنی وضعیت دوام ومومي.

+ د شمالي کوریا مشر ته له ایرانه ډالۍ!

ډونلډ ټرمپ او د چین ولسمشر د خپلې تېرې اونۍ په کتنه کې شمالي کوریا سره پر مقابلې خبرې وکړې او ښاغلي شي جین پینګ په دې برخه کې امریکا ته د "اړیکو او همغږۍ" ډاډ ورکړی دی.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس چې آسیا ته په خپل لس ورځني سفر کې دی په جنوبي کوریا کې د امریکا پوځي اډې کې وویل، جنوبي کوریا ته د امریکا ژمنه هېڅکله "تردې کچې پیاوړې" نه وه.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن هم د شمالي کوریا لخوا د توغندي وروستي ناکام ازمایښت په تړاو خبرداری ورکړی.

ښاغلي جانسن وویل، شمالي کوریا باید خپله دښمنانه چلند پرېږدي او د ملګرو ملتونو پر پرېکړه لیکونو عمل وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی و چې په سیمه کې وضعیت مخ په خرابېدو دی او هره شېبه د جګړې پیلېدو امکان شته.

ورته مطالب