سنډې ټایمز: له اسماء اسد دې بریتانیایی تابعیت واخیستل شي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اسماء اسد وړاندې د ونډو په کاروبار ''جي بي مورګان'' کې کار کاوه، بیا په ۲۰۱۲ کال د بریتانیا او اروپايي ټولنې له خوا بندیزونه پرې ولګول شول او اروپا ته له سفر منع وګرځول شوه، بهر کې یې ټولې شتمنۍ کنګل شوې.

د بریتانیا سنډې ټایمز ورځپاڼې یو مطلب خپور کړی، چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له مېرمنې اسماء نه په کې د بریتانیا د تابعیت بېرته اخیستو غوښتنه شوې ده.

لامل یې څه دی؟

د ډیبیش ګادهر له خوا چمتو شوي رپوټ کې ویل شوي، دا غوښتنه له دې کبله شوې، چې اسماء اسد د خپل مېړه بشار الاسد د نظام په سیستم کې د تبلیغاتي ملاتړې په توګه رول لوبولی دی.

پر خواله رسنیو لږترلږه د اسماء درې اکونټونه شته، چې په ټولو کې د بشار ستانه کېږي، د نظام وژل شوي ''شهیدان'' بلل کېږي او لوېدیځ په دروغو خپرولو تورنوي.

+ اروپا پر اسماء اسد بندیزونه لګول غواړي

+ له اسماء اسد د تاوتریخوالي درولو غوښتنه وشوه

د سوریې لومړۍ مېرمن، چې د لندن لوېدیځ اکټون سیمه کې لویه شوې، پر فیسبوک، انسټاګرام او ټیلیګرام خپل فعالیتونه کوي.

نوموړې شاوخوا نیم میلیون مینه وال او تعقیبوونکي لري.

د اسماء په ډېری تبصرو کې هغه له ماشومانو او زړو ښځو سره غاړه ورکوي، خو په انځورونو کې د یوې ماډلې په توګه ښکاري.

تېره اونۍ پر خان شیخون د کیمیاوي وسلو د هغه برید په اړه دوه زړې ښکارېده، چې شاوخوا ۹۰ کسان پکې ووژل شول.

اسماء اسد د همدغه برید په غبرګون کې د سوریې پر یوې هوايي اډې د امریکا د برید په اړه ولیکل چې ''د سوریې ولسمشرۍ د امریکا دا کار یو نامسؤولانه عمل بولي. دا سیاسي او پوځي ړوندوالی دی، ساده او ګمراه کوونکي تبلیغات دي. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سنډې ټایمز وايي، اسماء اسد په ۲۰۰۰ کال له سوري ولسمشر بشار الاسد سره واده وکړ، درې ماشومان لري، چې غالباً دوی هم دوه ګوني تابعیتونه لري.

دې ټولو ته په پام سره، د بریتانیا د پارلمان غړو له هغې نه د بریتانیايي تابعیت د اخیستو غوښتنه کړې.

ورځپاڼه وايي، اسماء اسد (د سوریې او بریتانیا) دوه ګونی تابعیت لري.

اسماء اسد وړاندې د ونډو په کاروبار ''جي بي مورګان'' کې کار کاوه، بیا په ۲۰۱۲ کال د بریتانیا او اروپايي ټولنې له خوا بندیزونه پرې ولګول شول او اروپا ته له سفر منع وګرځول شوه، بهر کې یې ټولې شتمنۍ کنګل شوې.

+ د اسماء اسد کمیس ته د خواله رسنیو پام ور اوښتی

ځینې رپوټونه وايي، چې د هغې بریتانیایی پاسپورټ په ۲۰۲۰ کال تاریخ تېر ګرځول کېږي.

سنډې ټایمز وايي، اسماء اسد په ۲۰۰۰ کال له سوري ولسمشر بشار الاسد سره واده وکړ، درې ماشومان لري، چې غالباً دوی هم دوه ګوني تابعیتونه لري.

د اسماء اسد مور او پلار دا مهال د بریتانیا اکټون سیمه کې ژوند کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اسماء اسد په برتانیا کې زیږېدلې ده.

اړونده مطالب