جنوبي کوريا ته د مايک پېنس سفر
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جنوبي کوريا ته د مايک پېنس سفر

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس د جنوبي کوریا سیول ته رسېدلی دی. دا یې اسیا ته لومړنی رسمي سفر دی.

کوریا ته له تګ لږ مخکې یې وويل، جنوبي کوریا ته د امریکا ژمنتیا تر بل هر وخت اوس ډېره ده.

دی په داسې وخت کې سوېلي کوریا ته ځي چې په سیمه کې ترینګلتیا ډېره شوې ده ځکه شمالي کوریا یو بلسټېک مزایل و ازمایه چې بیا ناکامه شو. یوه ورځ مخکې یې خبرداری هم ورکړی و چې اټومي برید ته تیار دی.