د ترکيې ولسمشر اردوګان په ټولپوښتنه کې د بريا اعلان کړی

د انځور حقوق EPA
Image caption د ټولپوښتنې لومړنۍ پايلې ښيي چې ۵۱ سلنه خلکو په اساسي قانون کې د بدلون په حق کې رايه ورکړې ده.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د اساسي قانون په اړه ټولپوښتنه کې د بريا اعلان کړی او ويلي يې دي په "غوڅ اکثريت" يې کاميابي ترلاسه کړې ده.

ولسمشر اردوګان دغه خبرې په استنبول کې له خپلو پلويانو سره کړې دي.

ترکيه کې د ولسمشر د واک په اړه د ټولپوښتنې لومړنۍ پايلې ښيي چې ۵۱ سلنه خلکو په اساسي قانون کې د بدلون په حق کې رايه ورکړې ده.

د ټولپوښتنې له دې پايلو وروسته به د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د حکومتولۍ پوره واک ولري. نوموړی غواړي چې د هېواد پارلماني سيستم په رياستي نظام بدل کړي.

همدا ډول د ترکيې لومړي وزير بن علي یلدرم د غير رسمي پايلو پر بنسټ ادعا کړې چې د اساسي قانون په تړاو ټولپوښتنه کې بريالي شوي دي. بن علي یلدريم دغه ادعا په داسې حال کې کړې چې ټولې رايې لا نه دې شمېرل شوې.

ترکیه کې تاریخي ټولپوښتنه پيل شوه

د ولسمشر د واک پر سر ترکيه کې ټولپوښتنه

د ولسمشر رجب طيب اردوګان پلويان په دې ټولپوښتنه کې بريا د هېواد د اداري نظام عصري کېدل بولي، خو مخالفين يې دا وېره لري چې دا بدلونونه به په ترکيه کې د استبداد لامل شي.

د دغې ټولپوښتنې له ګټلو وروسته به ښاغلی رجب طيب اردوګان وکولی شي چې تر ۲۰۲۹ کال پورې په خپله څوکۍ پاتې شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټاکل شوې وه چې شاوخوا ۵۵ میلیونه ترکان به په ۱۶۷۰۰۰ ټاکنيزو مرکزونو کې خپله رايه ورکړې

دا به په دې هېواد کې د ۱۰۰ کلن عصري نظام له تاسيس وروسته د ترکيې د واک په جوړښت کې لوی بنسټيز بدلون دی.

ټاکل شوې وه چې شاوخوا ۵۵ میلیونه ترکان به په ۱۶۷۰۰۰ ټاکنيزو مرکزونو کې خپله رايه ورکړې. هغه ترکان چې له هېواده بهر اوسیږي مخکې يې د انټرنېټ او خپلو سفارتونو له لارې خپله رایه ورکړې ده.

ولسمشر اردوګان او مېرمنې يې هم په استانبول کې خپله رايه وکاروله.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اردوګان پلويان خوښۍ کوي

ښاغلي اردوګان خپلو ملاتړو ته خبرو کې ويلي: "نوی اساسي قانون به هېواد ته ثبات او اعتماد راوړي؛ هغه څه چې د پرمختیا او پراختیا لپاره ورته اړتیا لرو. ترکیه له نوي اساسي قانون نه په ګټه اخیستو د یوې لا ښې راتلونکې پر لور ګام اخلي."

ښاغلی اردوګان چې تر ۱۰ کلنې لومړي وزیرۍ وروسته، په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو، په دې هڅه کې دی چې د اساسي قانون په بدلولو ولسمشر ته لا ډېر واک ورکړي. دې څوکۍ وړاندې د ترکیې قانون کې تر ډېره تشریفاتي رول درلود.

اړونده مطالب

ورته مطالب