اسراییل کې تر زرو ډېرو فلسطیني زندانیانو د خوړو اعتصاب کړی

مروان برغوثی د انځور حقوق AFP
Image caption فلسطینی سیاستوال مروان برغوثي د پنځو کسانو د وژلو په تور په اسراییلو کې زنداني دی او په عمري بند محکوم شوی

د فلسطیني سیاستوال مروان برغوثي تر غذایي اعتصاب وروسته، د اسراییلو په زندانونو کې زرګونه فلسطیني بندیانو د خوړو اعتصاب کړی.

دا ډله ییز اعتصاب د فلسطیني زندانیانو پر وضعیت د اعتراض لپاره شوی دی.

فلسطینی سیاستوال او پوځي قومندان مروان برغوثي د فتح غورځنګ غړی دی چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د څلورو اسراییلي او یوه یوناني تبعه د وژلو په تور په اسراییلو کې زنداني دی او په عمري بند محکوم شوی دی.

ددې وېره ده چې دا اعتصابونه لویدیځه تراډه کې د ترېنګلتیا ډېرېدو لامل شي.

+ اسراييلو ۸۰ فلسطینیان نیولي

+ د فلسطیني زلمي سوځوونکي اسرائیلي ته د عمري بند سزا

د اسراییلو د زندانونو مرکزي سازمان ویلي، د "فلسطیني زندانیانو ورځې" سره هم مهاله نژدې ۱۲۰۰ فلسطیني زندانیانو اعتصاب کړی.

فلسطیني سرچینې دا شمېره ۱۳۰۰ کسان یادوي او د فلسطین ځینې ټولګټي سازمانونو حتی دا شمېره تردې هم لوړه ښوولې ده.

د اسراییلو په زندانونو کې د فلسطیني زندانیانو موضوع په وروستیو دوو کلونو کې د دواړو لوریو ترمنځ د ترېنګلتیا یوه له اصلي خبرو وه.

د فلسطینیانو له نظره دا کسان "سیاسي زندانیان" دي.

په اسراییلو کې له دغو کسانو یو شمېر پر اسراییلو اتباعو او ورته بریدونو تورن پېژندل شوي دي.

د فلسطیني زندانیانو د حقونو ځینې ملاتړې ډلې وایي، د تېر میلادي کال تر پایه د اسراییلو په زندانونو کې نژدې ۷۰۰۰ فلسطینیان بندیان و.