د مسافر لانجې د شرکت مقررات بدل کړل

د انځور حقوق Reuters
Image caption یونایټډ هوايي شرکت، تر دې وروسته له الوته ګړۍ وړاندې خپلو خدمو ته څوکۍ ور معلوموي.

د امریکايي د هوايي چلند یونایټډ نومي شرکت د خلکو تر نیوکو وروسته د خپلو کارکوونکو د ټکټ اخیستنې مقررات بدل کړي دي.

له دې وړاندې د دغه شرکت کارکوونکو کولای شول، د الوت پر مهال د الوتکې له خالي څوکیو ګټه واخلي. د همدغه خپلپالیو له امله تېره اونۍ د یونایټډ شرکت کارکوونکو یو ویتنام الاصله امریکايی په زوره له الوتکې کښته کړ.

یونایټډ شرکت وايي، له دې وروسته د الوتکې خدمو ته له الوته یوه ګړۍ وړاندۍ خپله څوکه ور نښه کوي.

له امریکايۍ الوتکې مسافر په زور ایستل شوی

نشه پیلوټ ته اته میاشتې بند

تر '۲۰۲۰' پورې د مسافر ژغورنې بې پیلوټه الوتکه جوړېږي

د یادې پېښې فلم شوې صحنې ښکاروي چې د شرکت کارکوونکو (ډيوېډ ډایو) له (پښولاسو) نیولی او له الوتکې راوباسي.

دیویډ له الوتکې د (وځم نه وځم) په لانجه کې د مخې دوه غاښونه بایللي او پوزه یې ماته شوې ده.

یونایټډ وايي د ټکټ اخیستنې په نوي مقررات یې د مشتریانو په ګټه دي.

له الوتکې په زوره د ډیوېډ ایستلو پر پېښه خلکو غبرګون وښود او په خواله رسنیو کې یې میلیونونو کسانو عکسونه کښته او پورته کړل.

د ډیوېډ لور (کریسټال) په شیکاګو کې یوې خبرې غونډې ته وویل، کورنۍ یې له پلار سره د شوي چلند له امله رنځېدلې ده.

دیوېډ دایو، له شیکاګو څخه لوییزوېل ته روان و، چې د هوايي ډګر ساتونکو په زوره له الوتکې کښته کړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي ډیویډ ځکه ډبول شوی و چې له الوتکې نه کښته کېده

الوتکه پرواز ته چمتو وه، خو د هوايي چلند مامورانو غوښتل خپلو کارکوونکو ته څلور څوکۍ خالي کړي.

ښاغلي ډیویډ ځکه ډبول شوی و چې له الوتکې نه کښته کېده او غوښتل یې د خپلو ناروغانو درملنې ته ځان ورسوي.

د ډېوېډ وکیل د ده له خولې ویلي، په شیکاکو کې له الوتکې په زور د کښته کولو خاطره یې د ویتنام د پرېښودلو له هغې څو وارې ترخه ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب