د ترکیې ټاکنیزو بنسټونو رییس: د ټولپوښتنې پایلې معتبرې دي

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption مخالف ګوند د ۶۰ سلنه رایو د بیاشمېر غوښتنه یې کړې ده

ترکیه کې پر ټاکنو د څارونکي بنسټ رییس سعدي ګووان ویلي، په ترکیه کې د وروستۍ ټولپوښتنې پایلې "اعتباري" دي.

ښاغلي ګووان دا څرګندونې وروسته له هغه کړي چې دغه هېواد کې یوه عمده ګوند ددغې ټولپوښتنو د پایلو مخالفت کړی. دغه ګوند د ټولپوښتنې "مثبتو" رایې نه مني او د ۶۰ سلنه رایو بیا شمېرنې غوښتنه یې کړې ده.

د خلق جمهوریپال ګوند د ټولپوښتنې په بهیر کې یو شمېر بې نظمیو او په ټولپوښتنه کې د موافقو او مخالفو کسانو د رایو نژدې والي او همداراز له ټاکنیزې ټاپې پرته د رایو ځینو پاڼو کارولو ته په اشارې ددې ټولپوښتنې پایلې او قانوني والی تر پوښتنې لاندې وړی دی.

ښاغلي ګووان ددغه ګوند نیوکو په اړه خبریالانو ته ویلي، د ټاپې نه لرونکو رای پاڼې د عالي ټاکنیز بنسټ لخوا صادر شوي او معتبر دي.

هغه وویل، له دې روش نه په تېرو ټاکنو کې هم ګټه پورته شوې ده.

د ترکيې ولسمشر اردوګان په ټولپوښتنه کې د بريا اعلان کړی

'اردوغان ته چای نه ور کوم' خبرې هوټلي بندي کړ

جرمني کې د رجب طیب اردوغان پرضد پراخ لاریون

د ټولپوښتنې مخالفانو ویلي، په اساسي قانون کې د ولسمشر د واکونو زیاتول به دیکتاتورۍ ته لاره هواره کړي.

خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، په قانون کې یې د ترکیې د امنیتي ستونزو د حل لپاره وړانديز شوي بدلونونه په دغه هېواد کې د ضعیفو ایتلافي دولتونو د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره اړین دي.

د هغو په ټکو نوی سیاسي جوړښت به د امریکا او فرانسې په څېر وي چې له مخې به یې ترکیه د ارام ساه واخلي.

خو نیوکګر بیا وايي، نوي بدلونونه واک تر ولسمشره محدودوي او د هغه د واک د تعادل لپاره پکې د امریکا او فرانسې په څېر څارونکو بنسټونو ته ځای نه شته.

په نوي قانون کې وړاندیز شوي بدلونونه

•ولسمشر د دولت د جوړولو مسوول دی او د وزیرانو پر ټاکلو سربېره خپل مرستیال یا مرستیالان هم ټاکي.

•د ولسمشر بې پريتوب له منځه ځي او هغه کولای شي د ګوند غړی شي.

•د ولسي جرګې په نیمو موافقو رایو ولسمشر استیضاح کېدای شي، د دولت استازي د ولسي جرګې پر وړاندي مسوول ځواب ویونکي نه دي.

• ولسمشر به د لویې څارنوالۍ او سترې محکمې پر کړنو د څار بشپړ واک لري.

•د ولسمشر او پارلمان غړو کاري دوره چې مخکې څلور کاله د نوي قانون له مخې به پنځه کاله شي.

د ولسي جرګې د غړو شمېر به له ۵۵۰ څخه ۶۰۰ ته لوړ شي.

•د ولسي جرګې ټاکنو کې پخوا ۲۵ کلنو ځانونه نوموای شول، خو د نوي قانون له مخې به عمري معیار ۱۸ کلونو ته راټیټ شي.

یاده ټولپوښتنه چې تېره یونۍ (اپرېل ۱۶مه) وشوه، د ترکیې درې ګڼ مېشتو ښارونو (ستانبول، انکره او ازمیر) پکې د (رد) رایه وکاروله.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ټولپوښتنه کې ۵۱.۳۷ سلنه خلکو د تایید او ۴۸.۶۳ سلنو بیا د رد رایه کارولې ده.

د چا رایې څومره دي؟

د ترکیې د اساسي قانون د ټولپوښتنې د رایو پایلې یو بل ته ډېره نږدې دي.

په یاده ټولپوښتنه کې ۵۱.۳۷ سلنه خلکو د تایید او ۴۸.۶۳ سلنو بیا د رد رایه کارولې ده.

د اردوغان پلویان وايي، پر ریاستي نظام د پارلماني نظام اړول به ترکیه عصري کړي، خو مخالفان یې بیا لارو او کوڅو ته راوتلي او اعتراض یې پیل کړی دی.

تمه ده چې د نوې ټولپوښتنې د پایلو له قانوني کېدو سره به د ترکیې واکمن ګوند ددغه هېواد له ولسمشره د عدالت او پراختیا ګوند د مشرۍ غوښتنه وکړي.

د تېر قانون له مخې ولسمشر د ګوند مشري نه شوه کولی.

په نوي قانون کې یوه اختلافي مسله دا هم ده چې ولسمشر کوای شي، داسې څوک وزیر کړي چې د ولسي جرګې غړی نه وي.

د نوې ټولپوښتنې له مخې، د ولسمشر او ولسي جرګې ټاکنې به هر پنځه کاله وروسته په یوه ورځ تر سره کېږي.

اړونده مطالب