فعاله ایت حجازي د "انسان قاچاق" کولو له توره سپینه وختله

د انځور حقوق Reuters
Image caption د حجازي وکیل څو ځلې ویلي، موکلې یې یوازې خیریه کارونه کول

په مصر کې محکمې د "بلادي" (زما هېواد) بنسټ قضیه کې د انسانانو د قاچاق، د ماشوم تښتونې او پر هغوی د جنسي تېري قضیو کې اته تورن کسان سپین خېژولي دي.

پر دوی دا تور هم دی چې په زور یې ځینې کسان بې ستره کړي، جنسي تېري یې پرې کړي او د سیاسي انګیزې له مخې یې لاریون کې ګډون کولو ته اړاېستلي دي.

په تورنو کې فعاله آیت حجازي هم شته چې د امریکا تابعیت لري.

د مصر له بازارونو بوره ورکه شوې

مصر کې لرغونی ښار کشف شوی

نوموړې د ۲۰۱۴ کال مې میاشت کې له خپل مېړه محمد حسنین او د (بلادي) بنسټ له ځینو نورو غړو سره یوځای نیول شوې وه او ټول تورن د درېیو کلونو لپاره زندان ته استول شوي وو.

اغلې حجازي د امریکا ویرجینیا ایالت کې لویه شوې او له پوهنتون نه تر فارغېدو وروسته د مصر قاهرې ته په لارو کوڅو کې د کارګرو هلکانو سره د ګډ کار لپاره تللې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا مخکېنۍ ادارې له مصري چارواکو د حجازي د خوشي کولو غوښتنه کړې وه

څارنوالۍ د دوی د قضیې په اړه ویلي، تورنو کسانو "یوه مجرمه ډله جوړه کړې وه چې له لارو کوڅو به یې ماشومان تښتول یا به یې هغه کسان وړل چې د خپلوانو او کورنیو له خوا به سم چلند نه ورسره کېده او له کوره به تښتېدلي وو. یاد کسان له دې امله هم تورن و چې د قانون خلاف یې په یوه ځای کې خلک ساتل."

خو د حجازي وکیل څو ځلې ویلي، چې موکلې یې "یوازې خیریه کارونه کول".

د مصر جزايي قانون تر محاکمې کېدو وړاندې په بند کې د دوو کلونو لپاره د تورنو کسانو د ساتلو حکم کوي.

د امریکا مخکېنۍ ادارې له مصري چارواکو د حجازي د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

د ۲۰۱۶ کال سپټمبر میاشت کې سپینې ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې له حجازي نه د ټولو تورونو لیرې کولو او د هغې د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

خو د مصر د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال د امریکا د دې غوښتنې په اړه ویلي وو چې "د امریکا ځینې رسمي بنسټونه ټینګار لري چې له قانون نه په سرغړونې سره موږ ناقانونه کار ته اړباسي."

د انځور حقوق EPA
Image caption .

اړونده مطالب

ورته مطالب