ځینې کسان ولې د خپلې کورنۍ غړي وژني؟

د انځور حقوق Zach's family
Image caption زک بي بي سي ته وویل"[پاټس] دوه لیتره پټرول راوړي وو او پرټول کور یې هر چېرته وشیندل

زک څلور کلن و چې د مور نوی ملګری یې، ډیوېډ پاټس، د دوی کور ته په زور ورغی او اور یې ورته واچاوه. زک اوس نهه کلن دی او کله چې دغه غمجنه پېښه بیانوي کولای شي ارام پاتې شي.

د شيدو او ماستو نه خوړل د "هډوکو د کمزورۍ" سبب کېدی شي

"د انټي بيوټيکو ډېر کارول د کولمو سرطان سبب کېدلی شي"

په ذهني ناروغیو د اخته ښځو حال

زک بي بي سي ته وویل "[پاټس] دوه لیتره پټرول راوړي وو او پر ټول کور یې هر چېرته وشیندل. زما مور او مشر ورور هڅه وکړه چې مخه یې ونیسي خو هغه تیلو ته اور اچولی و."

د ۲۰۰۱ کال په سپټمبر کې، د مانچسټر په ښار کې د اور اچولو په دې پېښه کې پاټس، د زک مور، ټرېسي، او ۱۵ کلن ناسکه ورور یې، شون، ووژل شول.

زک او ۱۸ کلنه ناسکه خور یې، کایلین، ژوندي پاتې شول. هغه راتلونکې دوه میاشتې د ماشومانو په یوه روغتون کې تېرې کړې.

د زک پلار، ریک- چې اوس زک ورسره اوسېږي، وايي زوی یې په داسې یو حالت کې و چې لیدلو یې د انسان زړه ماتوه.

"له ټول بدن څخه یې سیمونه او نلونه او شیان راوتلي وو. د مصنوعي کوما په حالت کې يې ساتلی و، چې بدن یې وکولای شي د سوزېدو ناوړي حالت سره مقابله وکړي. نژدې ۲۰ ځایه یې بدن سوزېدلی و، ترمړوندونو پورې."

د انځور حقوق Zach's family
Image caption زک څلور کلن و چې د مور نوی ملګری یې، ډیوېډ پاټس، د دوی کور ته په زور ورغی او اور یې ورته واچوه

ډاکټره جېن منکټن سمېت، د جنايي چارو یوه کارپوهه چې اوس په بریتانیا کې د کورني تاوتریخوالي د وژنو په اړه د یوې سترې څېړنې مشرتوب کوي وايي چې، دا ډول کورنۍ وژنې په زیاتېدو دي.

هغه وايی په ۹۵ سلنه پېښو کې قاتل یو نارینه، اومعمولا د کورنۍ مشر وي.

هغه زیاتوي چې د دغسې جنایتونو مرتکبین معمولا ځینې یو شان نښې لري، لکه دا چې غواړي خپل شاوخوا کسان کنټرول کړي.

ریک باور لري چې پاټس غوښتل د زک د مور، ټرېسي، سره همدغسې یو چلند وکړي.

ریک وايي "له هغو معلوماتو چې کولای مې شول راټول یې کړم هغه عادت درلود د ټرېسي ټیلیفون وګوري چې چا سره يې خبرې کړي او لیکلي پیغامونه یې ورته استولي."

"ده ته اجازه وه [چې بهر کې نورو سره معاشرت وکړي]، خو هغې ته نه وه."

د انځور حقوق Zach's family
Image caption زک له خپلې مور، ټرېسي، سره

زک او پلار يې دواړه وايي د هغې ورځې پېښې دوې یو له بل سره نژدې کړي دي. خو د زک تراوسه پورې هغه شېبه په یاد ده چې خبر شو چې موریې مړه شوې ده.

هغه وايي "ما ژړل، او کله چې یې په هکله فکر کوم، احساساتي کوي مې".

د هغه د بدن سوزېدلي ځایونه د هغې شپې پېښه ورپه یادوي. په ښوونځي کې ماشومان کله کله ترې په دې اړه پوښتنه کوي، او دی سوچ کوي چې له ځواب ورکولو ډډه وکړي او که تېره کیسه ورته وکړي.

"د تلو ځاې نشته"

ډینیس ویلیامز ۱۶ کلنه وه چې خپل پخواني مېړه سره یې وپېژندل.

هغه وايی له واده شپږ میاشتې وروسته یې مېړه "خپله اصلي څېره" څرګنده کړه.

"هغه پوهېده چې زه د تلو ځای نه لرمه، هېڅوک نه لرم چې ورته لاړه شم. په راز راز نومونو به يې یادولم، بده ژبه یې کاروله او بد رد یې راته ویل، له روحي او فزیکي پلوه یې ځورولم، په سوکانو او لغتو یې وهلم، هرڅه یې کول."

د انځور حقوق EPA
Image caption د ډینیس پخواني مېړه هغه ځوروله

ډینیس څو ځله له ویلسن سره اړیکې پرې کړې وې، خو بیا به ورغله.

د ۲۰۰۲ په فبروري کې یې د وروستي ځل لپاره له ویلسن سره اړیکې پرې کړې، خو وروسته بیا د تلو په فکر کې شوه- خپل دوه زامن، اته کلن بریت، او اوه کلن براډلي، یې له ځانه سره نه وو وړي.

د انځور حقوق Denise Williams
Image caption ډینیس وايي په یاد یې دي چې هڅه يې کوله په ټیلیفون کې د ماشومانو غږ واوري، خو اورېدلای یې نشو.

کله چې یې وروسته په یوه رستورانت کې له خپل پخواني مېړه سره بیا وکتل، ماشومان د ویلسن په موټرکې وو. ویلسن، ډینیس ووهله، او له ماشومانوسره په موټرکې لاړ.

تقریبا ۲۰ دقیقې وروسته، ویلسن، ډینیس ته ټیلیفون وکړ. هغه وايي ویلسن ورته وویل: "همدا اوس مې ماشومان ووژل، اوغواړم خپل ځان هم ووژنم."

ډینیس وايي په یاد یې دي چې هڅه يې کوله په ټیلیفون کې د ماشومانو غږ واوري، خو اورېدلای یې نشو.

ويلسن خپل دواړه زامن د چاقو په وسیله وژلي وو.

"د پښیماني نشتوالی"

د ډینیس هغه شېبه ښه په یاد ده چې د پولیسو افسر ورته وویل: "ډینیس، هغوې مړه دي."

ډینیس تراوسه پورې پرلپسې وحشتناکه خوبونه ویني او په هغو کې د ماشومانو مړینه ورپه یادېږي.

"په یوه کرونده کې یم، او موټر وینم، او اورم چې هغوی راته نارې وهې، "مورې، مورې، لطفا راسره مرسته وکړه مورې."

او یوه چاړه وینم- په موټر کې یوه چاړه ښکته او پورته کېږي او دی هلکان وژني."

ویلسن ته د دې وژنو په خاطر دوه ځله د عمري بند سزا ورکړل شوه، خو په زندان کې یې ځان غرغره کړ.

ډینیس وايي احساس کوي چې چا "تېراستلې ده" او "ډېره، ډېره په غوسه ده چې هغه ولې ژوندی پاتې نشو او خپله سزايې و نه لیده".

"ټولې ستونزې او غمونه یواځې ماته پاتې شول."

Image caption ډاکټره جېن مونکټن-سمېت وایی که د خبرداری پر نښو عمل وشي د کورني تاوتریخوالي د قضیو مخنیوی کېدی شي

ویلسن د مور پر ورځ ځان وواژه- ډینیس په دې باور ده چې د غچ اخیستلو په خاطر یې دا کار وکړ.

ډاکټره مونکټن سمېت وايي "په ډېری دغسې قضیو کې" د کورني تاوتریخوالي د وژنې مرتکبین معمولا هڅه کوي چې خپل ځان ووژني او معمولا "پښېماني نه ښيی، چې کېدی شي له دې امله وي چې دوی د شخصیت یوه ناروغي لري".

هغه دا هم وايي چې وژونکی تقریبا تل دا وژنې پلانوي.

ډینیس په دې باور ده چې ویلسن ځکه د دې ماشومان ووژل چې غوښتل یې له دې غچ واخلي.

هغه وايی "هغه [وېلسن]ځواک بایللی و، پر ما یې نور کنټرول له لاسه وتلی و. ځکه چې ما هغه پرېښود، هرڅه یې بایلودل،"

" [دا وژنې] فقط د دې لپاره وې چې ما وځوروي، ځکه هغه پوهېده چې ماشومان څومره ماته نژدې وو.

"فکر کوم هغه پوهېده چې هلکان یې له لاسه تللي- بېرته به ماته راشي او که دی یې نشي درلودلای نو زه یې باید هم و نه لرم."

خو ډینیس وايي د دې روحي عذاب سره سره بیاهم خوشحاله ده چې اته کاله یې له خپلو ماشومانو سره تېر کړي وو.

"ماشومان به مړه شوي وي، خو د هغوې خاطره هېڅکله نه مري- تل به راسره وي".

اړونده مطالب

ورته مطالب