ټرمپ ټولپوښتنه کې اردوغان ته د بریا مبارکي ویلې

د انځور حقوق Reuters
Image caption "موږ نه غواړو د هغوی راپور ووینو او واورو. موږ به یې هیڅ کله ونه منو. "

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اروپايي مشرانو برعکس د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د ترکیې ټولپوښتنه کې د بریا مبارکي ویلې ده. ځینو اروپايي مشرانو ویلي، اردوغان دې د اساسي قانون په بدلونونو دیموکراسي نه کمزورې کوي.

د امریکا د ولسمشر دفتر ویلي، ښاغلي ټرمپ د ترکیې له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کې سوریه کې د پوځ پر اډې د امریکا د پوځ د وروستي توغندیز برید د ملاتړ مننه هم وکړه.

وړاندې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې په انقره کې یې د خپلو پلویانو په منځ کې خبرې کولې، له اروپايي چارواکو وغوښتل چې د ترکیې په تړاو خپل (حد) و پېژني.

نوموړي د اروپا د امنیت او همکارۍ بنسټ ته په اشارې چې د ترکیې د وروستۍ ټولپوښتنې په اړه په رپوټ چمتو کولو بوخت دی، وویل: "موږ نه غواړو د هغوی راپور ووینو او واورو. موږ به یې هیڅ کله ونه منو. "

د ترکیې اساسي قانون د بدلون د ټولپوښتنې په تړاو اروپايي او نړیوالو څارونکو اندېښنه ښودلې ده.

ترکیه کې تاریخي ټولپوښتنه پيل شوه

ترکیه: انقرې ته د هالنډ سفیر نه پرېږدو

د پر ډاګه شویو پایلو له مخې، د ترکیې د اساسي قانون د بدلون په ټولپوښتنه کې له ۵۱ سلنه زیاتو خلکو مثبته رایه ور کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ اردوغان ته د مبارکۍ سربېره پر سوریه د توغندیز برید د ملاتړ مننه وکړه

ښاغلي اردوغان چې په انقره کې یې د خپلو پلویانو په منځ کې خبرې کولې، اروپايي څارونکو ته یې په کنایه وویل: " دې هېواد تر ټولو ډیموکراټه ټولپوښتنه لرله، پخپلو خبرو مو نه شرمېږئ؟. "

ښاغلي اردوغان تر دې تولپوښتنې وروسته په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړيتوب اندېښنو ته په ځواب وویل: " هغوی موږ ته ګوتڅنډنه کوي چې په اروپايي ټولنه کې به د ترکیې د غړیتوب خبرې اترې وځنډوي. موږ ته هسې هم دا مسله چندان مهمه نه ده. پرېږدئ چې دا کار هم وکړي."

نوموړي زیاته کړه، کولای شو په دې اړه هم تولپوښتنه تر سره کړو او وګورو چې په رښتیا هم ترکان غواړي چې د اروپايي ټولنې غړي شوو او که نه؟

د انځور حقوق AFP
Image caption د اساسي قانون د بدلون ټولپوښتنې مخالفان لارو او کوڅو ته راوتلي دي

د روان "منم، نه منم" په ترڅ کې د ترکیې کابینې په دغه هېواد کې د برحاله بېړني وضعیت موده درې میاشتې نوره هم وغځوله. په ترکیه کې د تېرکال د ناکامې کودتا له هڅې وروسته په دغه هېواد کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې تر هغه وروسته وکړې چې د اروپايي شورا یوه غړي سزا فلورین پردا، په خبري کنفرانس کې وویل، د یکشنبې په ټولپوښتنه کې د رجب طیب اردوغان پلویان له خورا زیات ملاتړه برخمن و.

هغه زیاته کړه، د ټولپوښتنې له بهیره د رسنیو پوښښ هم یوډډه ( یواړخه) و.

ښاغلي پردا دا هم ویلي، هغه بدلونونه چې د رایو د شمېرنې په بهیر کې رامنځته شول، د پایلو روڼښت یې تر پوښتنې لاندې راوست.

د خبریالانو په خبره د ښاغلي پردا اشاره د رایه اچونې په بهیر کې د ناټاپه شویو پاڼو کارولو ته وه.

اروپايي ټولنې همدارنګه له ترکیې غوښتي چې د اساسي قانون په بدلونونو کې دې د ترکیې ملي اجماع په پام کې ونیسي.

د انځور حقوق AFP
Image caption روسیې له ټولو اړخونو غوښتي چې د ترکیې د خلکو د رایو درناوی وکړي.

د جرمنې لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل بیا د اساسي قانون د بدلون د موافقو او مخالفو ترمنځ (له درنښته د ډکو) خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

د اتریش د بهرنیو چارو وزیر سباستین کورز ویلي، اوس نو هغه وخت دی چې له اروپايي ټولنې سره د ترکیې پر یوځایوالي غټه تیږه کېږدو.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، که ښاغلی اردوغان وغواړي په ترکیه کې د اعدام حکم د عملي کولو لپاره بله ټولپوښتنه وکړي، نو دا کار یې د اروپايي ټولنې له ارزښتونو سره په ټکر دی.

خو د روسیې چارواکو بیا له ټولو اړخونو غوښتي چې د ترکیې د خلکو د رایو درناوی وکړي.