په امریکا کې هغه قاتل پسې لټه روانه ده چې ځان "بلا" بولي

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption پولیسو د تورن د ځایځایګي په اړه د معلوماتو ورکولو په بدل کې نغدي جایزه ټاکلې

د امریکا امنیتي چارواکي وايي، په اوهایو او څلورو نورو ایالتونو کې په هغه وژونکي پسې لټه کوي چې یو ۷۴ کلن بوډا یې وواژه او عکسونه یې پر فیسبوک خپاره کړل.

د بوډا په وژنه تورن (سټیو سټیونز) پر فیسبوک بله ویډیو هم خپره کړې چې پکې یې د ۱۳ نورو کسانو د وژلو ادعا کړې او دا یې هم ویلي چې نور کسان به هم ووژني.

هغه د تېرې یکشنبې اپرېل ۱۶مه (ګاډوین) نومی ۷۴ سپین ږیری وواژه او وتښتېد.

"د برتانیا تاریخي ډارمو کې تورپوستو ته کم رول ور کول کېږي"

لویزیانا کې د پولیسو لخوا د تورپوستي پر وژل کېدو د اعتراضونو دوام

پولیسو د اوهایو او څلورو ایالتونو له اوسېدونکو غوښتي، که یاد ۳۷ کلن سړی یې ولید، نو پولیس دې پرې خبر کړي. پولیسو د دې کار په بدل کې خبر ور کوونکي ته ۵۰ زره ډالریزه جایزه هم ټاکلې ده.

د کلیولینډ پولیسو د دغه افریقاالاصله تورن ځانګړنې هم په داګه کړي چې ۱۹۰ سانتي متره ونه او ۱۱۰ کیلو ګرامه وزن لري. په سپین رنګه فورډ موټر کې ګرځي او وسله هم ور سره ده.

د وروستي ځل لپاره د تورن د موبایل د سیګنال څرک په پنسلوانیا کې لګېدلی دی.

د انځور حقوق Twitter
Image caption تورن د تېرې یکشنبې په ورځ ګاډوین نومی ۷۴ سړی وواژه او وتښتېد

پولیس د زاړه سړي د وژنې د خپرې شوې ویډیو له مخې وايي، وژونکي ته یاد بوډا ناڅاپي په مخه ورغلی او له هغه سره یې مخکېنۍ راشه درشه نه لرله.

د ګاوډین له وژنې خپاره شوي انځورونه ښيي چې شېبه مخکې له دې چې په مرمۍ وویشتل شي، هڅه کوي په پلاستیکي کڅوړه د قاتل د مرمۍ مخه ونیسي. هغه ویډیوګانې او لیکنې چې د قاتل پر فیسبوک خپرې شوي، د ټولو کارونو د پړې ګوته یې خپلې پخوانۍ ملګرې (جوي لین) او د هغې مور ته نیولې.

د انځور حقوق face book
Image caption ګاډ وین په پلاستیکي کڅوړه د خپل ځان د خوندي کولو هڅه کوي

ملګرې (جولي لین) یې اوس پولیسو سره ده او امریکايي رسنیو ته یې ویلي چې سټیو سټیونز پرې مهربانه و او ښه انسان و.

د کلیو لینډ د پولیسو په خبره، ښاغلی سټیونز پخوانۍ جرمي مخینه نه لري او پخوا یې د ماشومانو له یوه مرسته کوونکي بنسټ سره کار کاوه.

ورته مطالب