د افغانستان په باب له هندي چارواکو سره د مک ماسټر خبرې

د انځور حقوق @Narendra Modi‏Verified account

د امريکا د ملي امنيت سلاکار هربرټ مک ماسټر د هند له لومړي وزیر نريندرا مودي سره د افغانستان د وضعيت په اړه خبرې کړي.

دا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې لومړی لوړپوړی چارواکی دی چې نوي ډيلي ته يې سفر کړی.

د هند د لومړي وزیر دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي مک ماسټر د افغانستان په ګډون د سيمې پر وضعيت له ښاغلي مودي سره غږېدلی او د ترهګرۍ د ګواښ د مخنيوي او د سیمې د خونديتوب لپاره يې پر ګډ کار ټینګار کړی.

"امریکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې پر پاکستان فشار زیاتوي"

"امریکا دې نیابتي جګړه پرېږدي"

د هند تر سفر وړاندې، مک ماسټر پاکستان او افغانستان ته هم سفر کړی و.

د پاکستان ایکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د تېرې سې شنبې په ورځ وویل، پاکستان ته د ټرمپ ددغه سلاکار سفر به پر پاکستان فشار ډېر کړي، چې دغه هېواد د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

د پاکستان بلې ورځپاڼې (ده نیوز) ویلي وو، مک ماسټر په یوه مرکه کې ویلي وو، دا د پاکستان په ګټه ده چې په افغانستان او نورو ځایونو کې د خپلو ګټو د تامین لپاره له ډیپلوماسۍ کار واخلي نه دا چې تاوتریخوالی کوونکی څوک وکاروي.

مک ماسټر د پاکستان تر سفر وړاندې افغانستان ته د سفر پرمهال ویلي وو، طالبانو ته باید ماتې ورکړل شي.

نوموړي دا هم ویلي وو، یو شمېر هغه طالبان چې غواړي د خبرو له لارې د سولې بهیر کې ګډون وکړي او غواړي له تاوتریخوالي لاس واخلي ډاډمن دی، افغان مشرتابه یې هرکلی کوي.

ورته مطالب