"امریکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې پر پاکستان فشار زیاتوي"

ایکسپرېس ټریبون

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ او چپ لور ته یې مک ماسټر، چې افغانستان کې یې پځوا پوځي ماموریت هم درلود.

پاکستانۍ ورځپاڼه ایکسپرېس ټریبون په یوه مطلب کې - چې سرلیک یې دی د ډونلډ ټرمپ د سلاکار سفر به پر پاکستان فشار لا ډیر کړي - دغه هېواد ته د امریکا د ملي امنیت سلاکار سفر ته کتنه کړې.

د مطلب لیکوال وايي، له پاکستان د مک ماسټر دا غوښتنه چې له ټولو ترهګرو ډلو سره یو شان مبارزه وکړي، دا ډاګیزوي چې دا سنجول شوی پیغام دی او ښيي د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پر پاکستان د فشارونو نوې لړۍ پيل کړي.

ورځپاڼه زیاتوي دا چې امریکايي پلاوي ټینګار کړی چې له ټولو ترهګرو ډلو سره باید پاکستان مبارزه وکړي، نو دا ښيي چې امریکا له ترهګرو ډلو سره د پاکستان له چلند خوښه نه ده. ورځپاڼه زیاتوي مک مسټر د دې لپاره سیمې ته راغلی چې د سیمې په اړه د ښاغلي ټرمپ د کړنلارې له په ډاګولو وړاندې د وضعیت ارزونه وکړي.

هندو

هندۍ ورځپاڼې the Hindu په یوه مطلب کې وايي، د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په اسد خیلو کې د امریکايي ځواکونو له ټولو لوی نااتومي بم په برید کې ۱۳ هندي اورپکي هم وژل شوي دي. خو نورو سرچینو د دغې شمیرې پخلی نه دی کړی.

ورځپاڼه په خپل رپوټ کې زیاتوي چې تېرکال د ښځو، ماشومانو او نارینه وو په ګډون ۲۱ هندیان افغانستان ته تللي چې د داعش ډلې تر کنټرول لاندې سیمو کې ژوند وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا د تېرې جمعې پر شپه پر اچین د ټولو بمونو مور بم وغورځاوه.

اڼدیا ټایمز

هندۍ ورځپاڼې The Time of India د پاکستان او چین د اقتصادي کوریډور په اړه لیکي چې راتلونکې میاشت د چین د بهرنیو چارو وزیر د ادعا له مخې د هند پلاوی هم په هغه سرمشریزه کې برخه واخلي چې د چین د وریښمو لارې په اړه پکې خبرې کیږي.

ورځپاڼه زیاتوي که داسې وشي نو دا به په دې مانا وي چې هند د چین او پاکستان د ا قتصادي دهلیز د هغې لویې پروژې په اړه خپل دریځ نرم کړی چې یوه برخه یې د ورځپاڼې په وینا د پاکستان له خوا له نیولي کشمیر تیریږي.

ورځپاڼه زیاتوي هند له چین دا سې ضمانت غوښتی چې له مخې یې د دغې پروژې له پلي کیدو وروسته د کشمیر پر سر د هند د ملکیت ادعا ثابته پاتې شي.

اینډیپنډنټ

دې برتانوۍ ورځپاڼې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر بوریس جانس له قوله ویلي چې هېواد یې ښايي پر سوریې د نورو بریدونو لپاره د پارلمان له موافقې پرته د امریکا تر څنګ ودریږي.

ده ویلي برتانیا پر سوریې د امریکا د وروستي راکټي برید په اړه له وړاندې معلومات لرل. په دغه برید کې د سوریې شعیرات هوايي ډګر په نښه شو چې ویل کیدل پر خان شیخون هوايي برید- چې کیمیاوې وسلې پکې کارول شوې وې- له همدې هوايي ډګر شوی و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په یونان کې سوریايي کډوال ماشوم په لاریون کې

ګارډین

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین په یونان کې د هغو کډوالو ماشومانو په اړه یو رپوټ خپور کړی چې اروپا ته یواځې د تګ هڅه کوي.

په رپوټ کې ویل شوي د دغو ماشومانو له ډلې یو شمیر یې چې برتانیا او نورو اروپايي هېوادونو ته د تګ هڅه کوي په دې لار کې اړ شوي چې قاچاق وړونکو ته د پیسو ورکولو لپاره تن پلورنې ته مخه کړي.

د رپوټ له مخې، په یونان کې له کډوالو ماشومانو د جنسي ګټې اخستې پيښې مخ په زیاتیدو دي. په رپوټ کې ویل شوي له جګړه ځپلو هېوادونو (سوریه، افغانستان او پاکستان) څخه اروپايي هېوادونو ته تلونکي کډوال ماشومان په یونان کې ایسار دي او قاچاق وړونکو ته پيسې نشي ور کولی، خو له دې ډلې یو شمیر یې د تن پلورنې له لارې پيسې تر لاسه کوي.

د دې رپوټ له مخې په دې ډله کې چې تن پلورنې ته مخه کوي ډیر ماشومان د افغانستان سوریې، عراق او ایرن څخه دي.