د بابري جومات دوسیه کې د پخواني مرستیال لومړي وزیر د محاکمې امر وشو

د انځور حقوق PTI
Image caption اېل کې اېډواني د زرګونو هندوانو په پارولو تورن دی.

د هند سترې محکمې د بابري جومات د ورانولو دوسیه کې د دغه هېواد د پخواني مرستیال لومړي وزیر اېل کې اېډواني او د بي جي پي د پخواني مشر مرلي منوهر جوشي په ګډون د دې ګوند د مهمو مشرانو پرضد د دوسیې چلولو حکم وکړ.

د دې مشرانو پرضد په دې تړاو لګېدلي تورونه پخوا د تخنیکي لاملونو په سبب ختم شوي وو.

په دې کسانو کې د مرکزي حکومت یو وزیر اومابهارتي هم دی، خو کلیان سینګ پکې نشته چې د بابري مسجد د ورانولو پر مهال د اترپردېش اعلی وزیر و. نوموړی اوس د راجستان والي دی او له عدالتي تعقیب پرته(مستثنا) دی.

* هند کې د غوښې کاروبار

* هند: ګجرات کې د غواګانو حلالونکو لپاره د عمر بند سزا

خبریال سهېل حلیم وایي، محکمې پرېکړه کړې چې د دې دوسیې اورېدل په دوو کلونو کې بشپړ شي او دا دوسیه هره ورځ وچلول او ونه ځنډول شي.

د بابري جومات د ورانولو اړوند دواړه دوسیې په لکنو کې اورول کېږي.

بابری جومات د ۱۹۹۲ کال د ډيسمبر پر شپږمه وران کړل شو او هغه ورځ اېل کې اېډواني، مرلي منوهر جوشي او اوما بهارتي ایودهیا هم د پېښې په ځای کې وو. دوی هلته د زرګونو هندوانو د احاساساتو د پارولو او د جرمي سازش له تورونو سره مخ دي.

د واکمن بي جي پي ګوند مشرانو ته دا خبره یو ټکان دی. د محکمې په حکم سره د بابري جومات دا پخوانۍ پېښه بیا د خبرونو سرټکی شوه.

د انځور حقوق .
Image caption د بابرِ جومات د ورانولو په ورځ دغه مشران هم د پېښې په ځای کې و.

د بابري جومات له ورانولو ۲۵ کلونه تېرېږي، خو تراوسه په دې پېښه کې چا ته سزا نه ده ور کړل شوې.

سترې محکمې کلیان سینګ په دې لامل یوه ورځ په نوم بند ته واچاوه، چې ګویا بابري جومات ته د زیان نه رسېدلو ژمنه یې پوره نه کړه.

د هندوانو یوه ډله په دې باور ده، چې په کوم ځای کې بابری جومات ودان شوی. زرګونه کلونه وړاندې هلته د دوی بګوان رام پیدا شوی و، ځکه په هغه ځای کې خورا ښکلی رام مندر جوړول پکار دي.

د دې ځمکې ملکیت اوس له سترې محکمې سره دی او لوی څارنوال تېره میاشت ویلي وو، ښکېلې خواوې دې د دې مسلې د اوارولو خپلمنځي هڅې وکړي.

اړونده مطالب