واشنګټن پر ایران د بندیزونو په لرې کولو غور کوي

د انځور حقوق AFP / Getty Images
Image caption ریکس ټیلرسن ویلي، ایران پر خپلې ژمنې تر اوسه ولاړ دی

د امريکا د ولسمشر ټرمپ ادارې ویلي، له ایران سره پر دوه کاله پخواني اټومي تړون چې د امريکا د ملي امنيت په خوښه شوی و، له سره غور کوي چې پر دغه هېواد لګول شوي بندیزونه لرې کړي او که نه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټيلرسن ویلي، تهران تر اوسه پر خپلو کړو ژمنو ولاړ پاتې شوی، خو ده همدا راز د ایران په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د ده په وینا د ترهرګرۍ ملاتړی هېواد دی.

د امریکا مشرانو مشر پل رایان ته د بهرنیو چارو د وزیر پیغام کې ویل شوي، ته ته یې ویلي چې د ترسره شویو ارزونو له مخې، ایران د اپریل تر ۱۸ (وري ۲۹مه) پورې د شوې هوکړې پربنسټ عمل کړی.

ټرمپ: ایران 'ډېر بې ادبه' شوی دی

د ایران اتومي هوکړه: هغه نتیجه چې وخت رانیسي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ورته وخت کې ویلي: ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت شورا په لارښوونې له ایران سره د شوې هوکړې ارزولو ته ګومارلي چې په ډاګه کړي ایا پر ایران بندیزونه د امریکا د ملي امنیت په ګټه دي او که څنګه؟"

د سرچینې پربنسټ، ښاغلي ټیلرسن دا هم ویلي چې "د امریکا اندېښنه له دې ده چې ایران د ترهګرۍ ملاتړی دولت دی، ایران په بېلابېلو لارو د ترهګریزو عملیاتو اصلي ملاتړی هم دی".

وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ایران سره لاسلیک شوې اتومي هوکړه تر ټولو "ناوړه نړیواله هوکړه" بللې وه.

د تېرې مارچ پر ۲۱مه، د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي چارواکي ویلي وو، اوسنی دولت اتومي هوکړې ته ژمن دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، اتومي هوکړه څو اړخیزه موافقه ده چې د ښاغلي ټرمپ په مخالفت نه شي لغوه کېدای.

"اتومي هوکړه د ایران ګاونډیانو ته متوجه ټول ګواښونه له منځه نه وړي"

ورته مطالب