د لور د پرېکړې په اړه د پلار غبرګون ستایل شوی

لور: بابا غواړم یو څه درته ووایم

پلار: څه وايي، ښه یې؟

لور: هو زه ښه یم، فکر مې کاوه چې خپل حجاب لرې کړم

پلار: ګرانې دا زما پرېکړه نه ده، دا د یوه نارینه پرېکړه هم نه ده. که ستا داسې خوښه وي نو همداسې وکړه. هر څه چې کېږی، زه درسره یم. هر څه خو سم دي، څه خو نه دي شوي؟

دا د یوې لور او پلار تر منځ خبرې دي چې د هغې له پرېکړې یې ملاتړ کړي او په ټولنیزو رسنیو کې یې د ډېرو خلکو پام ځانته را اړولی.

د انځور حقوق TWITTER/@LXMYAA

امریکا مېشتې ۱۷ کلنې لامیا ویلي، د ټیکري لرې کولو فکر یې نه و او نه دی، خو له یوه بحث وروسته یې سعودي عربستان کې له خپل پلاره په دې اړه اجازه وغوښته او هغه ورته وویل 'هر څه چې کېږي ' زه دې ملاتړی یم.

چترال: پسرلني جشن کې د ښځو پر ګډون بندیز

کالاشۍ نجلۍ وايي "په خپله خوښه مسلمانه شوې يم"

لامیا له خپل پلار سره دغه انلاین مکالمه پر ټوېټر خپره کړې ده. له دې مخکې انلاین خبرو اترو کې یوه هلک لامیا ته ویلي و، چې که ټیکری لرې کړې پلار به یې ووهي او هغې له دې وروسته له پلار سره په دې اړه خبرې کړې.

له بي بي سي سره خبرو کې لامیا ویلي اصلاً یې پلان دا نه دی، چې ټیکری لرې کړي:

"دا اصلاً د پلان برخه نه وه، بلکې ما غوښتل یوازې یو خبره ثابته کړم "

یو شمېر کسانو د لامیا د پلار غبرګون ستایلی، ځینو نورو بیا ویلي دوی داسې واک نه لري، چې په خپله خوښه ټیکری لرې کړي.

د انځور حقوق LAMYAA

دا چې دا هر څه څنګه پیل شول، په اړه یې لامیا وايي:

"ما فکر کاوه چې د ولسمشر ټرمپ واکمني به زما پر ژوند ډېر ناوړه اغېز ولري، ځکه زه عربه یم او مسلمانه یم، ما په ګروپ چاټ کې وویل، چې زه مسلمانه یم او هغه کس ناارامه و، ځکه یې هغه خبره وکړه. "

"کله چې مې د خپل پلار خوږ غبرګون ولید، فکر مې وکړ دې سره یو څه ثابت شول، دې سره ثابته شوه، چې د ځینو خلکو په اړه اکثر ناسم پوهای رامنځته کېږي، چې په پای کې برعکس ثابتیږي. "

لامیا وايي، له پیغام خپرېدو وروسته ګڼو کسانو هغې ته د ملاتړ پیغامونه لېږلي او یو شمېر هغو خو ورته لیکلي، چې د حجاب په اړه یې په بشپړه توګه نظر بدل شوی دی.

اړونده مطالب