د ښوونځي فیس کې وزه هم اخلو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په خواله رسنیو کې د "ښوونځې د وزې د فیس په بدل کې" پر طرحې مسخرې او ټوکې لیکل شوي دي.

د زمبابوې د پوهني وزیر ویلي، هغه موروپلار چې د خپلو اولادونو فیس نغد نه شي ور کوای، کولای شي ښوونځیو ته یې په بدل کې اوزې، پسونه او نور ور ورکړي.

د زمبابوې د پوهنې وزیر "لزاروس دوکورا" له یوي ځايي دولتي ورځپاڼې (سنډی مېل) سره په مرکه کې ویلي، ښوونځي باید نرمښت‌منونکي وي. کله چې له د زده کوونکو له موروپلاره پیسې غواړي، نو نه یوازې څاروي دې ومني، بلکې که هغوی په کوم کاروکسب پوهېږي، د فیس په بدل کې دې د کار موکه ور برابره کړي:"که په ټولنه کې خټګر وي، نو ښوونځی یې باید اولادونو د فیس په بدل کې کار ور کړي."

د سنډی مېل ورځپاڼې په خبره، د دغه هېواد ځینې ښوونځي لا واردمخه د ښوونځیو د فیس د نغدو پیسو پر ځای د څارویو اخیستل پیل کړي دي.

د پیغمبر یعقوب پسونه خپل "کور ته ستنېږي"

هند: د غوښو پلور دکانونو تړل کېدو قصابان اندېښمن کړي

د زمبابوې د پوهنې وزارت یوه چارواکي د وزیر د خبرو په وضاحت کې ویلي، د کلیو او بانډو میندې پلرونه دې د ښوونځيو په فیس کې څاروي ور کړي او هغوی چې په ښاري سیمو کې اوسېږي کولای د ښوونځي لپاره ځینې نور مشخص کارونه وکړی.

دا چاره له هغه اونۍ وروسته ده چې د زمبابوې حکومت د بانکونو پوروړیو ته وویل، د خپلو پورونو د خلاصولو لپاره بانکونو ته غوا، اوزه، پسه او نور څاروي ور کړئ.

د بي بي سي د نړیوال اقتصاد رپوټ له مخې، د زمبابوې ولسي جرګې تېره اونۍ هغه مسوده تصویب کړه چې له مخې یې پوروړي کولی شي، خپلې ټولې خوځنده وسیلي لکه موټر، ماشین او نور د ضمانت په توګه ثبت کړي.

د بولاوایو۲۴ خبري اژانس پر بنسټ، د زمبابوي د مالي کړکېچ له امله خلک اړ دي د نغدو پیسو د تر لاسه کولو لپاره د بانکونو په اوږدو کتارونو کې ساعتونه انتظار وباسي.

دولت وايي، مالي کړکېچ سره ځکه مخامخ شوي چې خلک خپلې پانګې له هېواده بهر وېستلې دي.

خو نیوکګر (اعتراض کوونکي) بیا وايي، مالي کړکېچ د پانګونې د نشتوالي او بې روزګارۍ له امله رامنځته شوی دی.

په خواله رسنیو کې د "ښوونځې د وزي د فیس په بدل کې" پر طرحې مسخرې او ټوکې لیکل شوي دي.

د زمبابوې ناول لیکونکي "ټسي ټسي ډنګارمبګا" پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: " که موږ په ۱۹۷۰ کال کې ویلي وای چې په هغه مبارزه کې راسره برخه واخلئ چې موږ په کرنسي د وزو او غواګانو د بدلولو لپاره پیل کړې وه، نو دې خلکو به څه فکر کاوه؟"

یوه بل بیا لیکلي، د فارم ټول څاروي مساوي نه دي پیدا شوي، کولای شم د یوې وزې په توګه دنده لاسته راوړم.

ورته مطالب