مریم نواز شریف: د پاکستان راتلونکې نوې سیاسي څېره ؟

د انځور حقوق MARYAM SHARIF
Image caption د مریم شریف نوم د پاکستان د راتلونکو سیاستوالو په توګه یادېږي

مریم نواز شریف د پاکستان راتلونکې نوې سیاسي څېره بلل کېږي، خو د ځینو محرمو اسنادو د افشاکېدو له امله چې د پاناما اسنادو په نامه یادېږي، د هغې پښه هم دغې ماجرا ته راښکل شوېده. آیا دا موضوع د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف د لور،مریم شریف، د پرمختګ په وړاندې خنډ کیدای شي که نه؟

تراوسه مې هغه وخت په یاد دی چې مریم نواز شریف مې لومړی ځل لیدلې وه. دا کتنه څو ورځې له هغې نه وروسته وه چې په ۱۹۹۱ کې مې په لاهور کې پوهنځی پیل کړی وو. د پوهنځي په دهلیز کې ولاړه وم چې ناڅاپه مریم شریف راڅرګنده شوه.

یوشمېر نجونې د هغې شاوخوا ته راټولې وې. سپین ګلدوزي شوی کمیس یې اغوستی و او یوه دوسیه یې په لاس کې وه چې د خپل پلار نوازشریف عکس ور باندې لیدل کېده. هغه د لومړي وزیر لور او په پوهنځي کې یوه مشهوره څېره وه.

د پاناما اسنادو په تړاو د ۵ قاضیانو مشر نواز شریف نااهله وباله

په ۱۹۹۰ کلونو کې د نوازشریف کورنۍ له ډېرو مشهورو کورنیو څخه وه چې د پنجاب ایالت کې یې حکومت کاوه.

له سیاسي پلوه هغه مهال د پاکستان د تاریخ یوه ترټولو څپانده لسیزه وه. هغه وخت څلور حکومتونه چې په ډیموکراټیک ډول ټاکل شوي وو، لکه د نوازشریف حکومت د خپل ټاکلي وخت تر ختمېدو وړاندې نسکور شول.

په دغو ورځوکې مریم نواز شریف په خپل شخصي ژوند بوخته وه او د خلکو له پامه لیري یې خپل دوه زامن روزل.

مریم له خپلې مورسره په ښکاره د پاکستان د پوځي مشر جنران مشرف پرضد د اعتراض غږونه پورته کړل او د خپل پلار په دفاع یې پیل وکړ.

د انځور حقوق AP
Image caption د ۱۹۹۹ کال اکتوبر کې کله چې نواز شریف د یوې پوځي کودتا پایله کې زندان ته واستول شو، او د کورنۍ نارینه غړي یې کوربند شول، مریم او د هغې مور جنرال مشرف له ستونزو سره مخامخ کړ

د پلار لپاره مبارزه

د ۱۹۹۹ کال په اکتوبرکې کله چې نوازشریف له یوې پوځي کودتا وروسته چې وینې پکې تويې نه شوې، په زندان کې بندي شو او د شریف د کورنۍ نارینه غړي په کورونو کې نظربند شول، مریم له خپلې مورسره په ښکاره د پاکستان د پوځي مشر جنران مشرف پرضد د اعتراض غږونه پورته کړل او د خپل پلار په دفاع یې پیل وکړ.

د لاهور یو سابقه لرونکی ژورنالیست "سلمان غني" وايي، په هغه ترینګلي مهال کې مریم ورته ټیلیفون وکړ او د ملاقات غوښتنه یې وکړه.

ده یې هم بلنه منلې وه، خو وايي: "هغه یو خطرناکه وخت و، ټول شیان ترڅارنې لاندې و او خلکو نه غوښتل مریم سره ټیلیفوني خبرې وکړي. که رښتیا ووایم زه خپله یو پلار وم او د هغې په اړه مې د خواخوږۍ احساس درلوده او فکر مې کاوه چې باید ویرېدلې وي. خو کله چې مې ورسره وکتل حیران شوم چې ډېره په غوسه وه او د جنرال مشرف پر رژیم باندې یې سختې نیوکې کولې."

مریم او مور یې د سعودي عربستان د پاچا په مرسته له جنرال مشرف سره یوې موافقې ته ورسېدل چې له مخې یې نواز شریف له زندانه خلاص شو او له خپلې کورنۍ سره سعودي عربستان ته لاړ.

خو په ۲۰۰۷ کې نواز شریف بېرته پاکستان ته راستون شو. د پنجاب ایالت په ټاکنو کې له بریالیتوب وروسته یې د پنجاب محلي حکومت جوړ کړ.

مریم د ۲۰۱۳ کال په ټاکنیزو مبارزو کې خپل زیاتره فعالیتونه ځوانو استازو سره کتنو باندې متمرکز کړي وو. سره له دې چې خپله په ټاکنو کې نومانده نه وه، خو د خپل پلار د بیا کامیابېدو لپاره یې فعالیت کاوه.

د ځوانانو رایه

په ۲۰۱۱ کال کې یو بل سیاسي بدلون پاکستان ولړزاوه. د پاکستان د کریکټ د ټیم پخواني کپټان،عمران خان، په لاهورکې چې د نوازشریف د قدرت دودیزه اډه وه یو لاریون پېل کړ. ځوانانو ددې لاریون هرکلی وکړ او دا د سیاسي سیالانو لپاره د خطر یو زنګ و.

مریم نواز شریف چې کوم رسمي سیاسي مقام یې نه لاره، بیا خپل فعالیتونه پېل کړل او د زده کونکو او محصلانو د پام راجلبولو لپاره ښونځیو او پوهنځیو ته ورغله.

لومړۍ کتنه یې په لاهور کې د نجونو یومشهور کالج کې وه چې ما یې رپوټ ورکړ. له شلو کلونو وروسته دا لومړی ځل و چې مریم مې بیا ولیده. هغه ډېره بدله شوې وه، پرځان باوري، با وقاره او با فرهنګه ښکارېده. او ډېره ښه غږېدله. سلمان غني وايي:'' هغې(مریم) د ځوانانو په منځ کې د عمران خان د زیاتېدونکي محبوبیت پر وړاندې د مقابلې لپاره، د مسلم لیګ ګوند د یوې ځوانې څېرې په توګه، فعالیتونه پېل کړل.

مریم ډېرژر له ټولنیزو رسنیو سره بلده شوه او په څو میاشتو کې يې په ټوېټرکې څو میلیونه پلویان وموندل. د ۲۰۱۳کال د ټاکنیزو مبارزو په ترڅ کې، هغې خپل زیاتره فعالیتونه ځوانو استازو سره کتنوباندې متمرکزه کړي وو.

که څه هم خپله په ټاکنوکې نومانده نه وه، دخپل پلار د بیا کامیابېدو لپاره یې فعالیت کاوه.

وروسته له هغه چې نوازشریف د پاکستان مرکزي حکومت جوړ کړ، مریم شریف په اسلام آباد کې د لومړي وزیر استوګنځي ته لاړه او له رسنیو سره یې د سټراټېژیکو اړیکو مسوولیت ته اوږه ور کړه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مریم شریف د ۲۰۱۳ کال ټاکنیزو مبارزو پرمهال

سره ددې چې مریم کوم دولتي مقام نه لري، د زیاترو له نظره د نوازشریف په حکومت کې له پلاره وروسته ترټولو ځواکمن شخص ګڼل کېږي

د پاناما د سندونو زیان

خو د هغې نوی رول چې له امله یې صحنې ته ډېره راووتله، بې جنجاله نه وو.

د پاناما سندونه، په ۲۰۱۶کې خپاره شول، په هغو کې د مریم او د نوازشریف د نورو اولادونو نومونه یادشوي وو او هغوی تورن شوي وو چې له ناڅرګندو بهرنیو شرکتونوسره چې بریتانیا کې شتمنې لري، اړیکي لري.

د شریف کورنۍ دا تورونه په ټینګه ردوي.

د حکومت مخالفینو ددې تورونو په تړاو د نوازشریف د استعفا غوښتنه کړېده او عمران خان هم د دې تورونو دوسیه د پاکستان عالي محکمې ته وړاندې کړې.

سلمان غني چې یو ژورنالیست دی وايي مخالفین، مریم د ځان لپاره یو ګواښ بولي: "هغوې پوهېږي چې مریم د نوازشریف ځاې ناستې ده او له همدې امله ور باندې نیوکې کوي. ان د پلار په پرتله پردې باندې ډېرې نیوکې کوي."

یو سیاسي شنونکی " سهیل وارایش" وايي، هغه د خپل پلار ترټولو نژدې او باوري سلاکاره ده. هره ورځ هغوې ډېروخت یوله بله سره تېروي. هیڅوک له مریم نه زیات د نوازشریف پر سیاسي فلسفې او عقیدو نه پوهېږي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption که څه هم مریم شریف کوم دولتي پوست نه لري، خو ګڼ یې له پلار وروسته په دولت کې نفوذلروکې ګني

پاکستان پخوا هم یو ښځینه لومړۍ وزیره(بېنظیر بوټو) درلوده

د هغې د پرمختګ امکان څومره دی؟

ایا مریم کولاې شي د خپل پلار سیاسي وارثه شي؟ که د مسلم لیګ ګوند د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې بریالی شي هغه به د لومړۍ وزیرۍ لپاره چمتو کړي؟

سهیل وارایش، پدې باوردی چې ترټولو پیاوړی نوماند، د مریم تره او د پنجاب وزیر اعظم، شهبازشریف دی: "د شریف کورنۍ ډېره محافظه کاره ده. که هغه(مریم شریف) د سیاست ډګرته ننوځي او وغواړي چې یو انتخابي مقام ترلاسه کړي، ټول هغه ملاتړ به چې د ژوند په ترڅ کې یې درلوده له لاسه ورکړي. "

د انځور حقوق AFP/Getty
Image caption بېنظیر بوټو

کورنۍ به یې پروړاندې څه غبرګون وښيي؟

پاکستان پخوا هم ښځینه لومړۍ وزیره درلوده، خو تجربه لرونکی ژورنالیست سلمان غني ددې دواړو ترمنځ ورته والی نه ویني: "د پخوانۍ لومړۍ وزیرې، بینظیر بوټو برخلاف، د مریم ستونزې خورا ډېرې دي. پرته له دې چې محکمه به څه پرېکړه کوي، کله چې سیاسي ډګر ته راځي له ډېرو تورونو سره به مخامخ شي. ښايي مخالفان ونه شي کړای د پانامې د سندونو د افشا کېدو له لارې له سیاسي پلوه اغلې شریف ته زیان ورسوي، خو دا موضوع به د هغې اخلاقي اعتبار زیانمن کړي او په سیاست کې، اخلاقي اصول هرڅه دي."

خو په پاکستان کې، چې تراوسه ډیموکراسي له شخصیت او سیاسي کورنۍ سره تړلې ده، زیاتره پدې باوردي چې د سیاست د جبهې په لومړۍ کرښه کې د مریم شریف ونډه حتمي ده.

( مریم شریف مرکو ته کمه حاضریږي او دفتر یې ویلي، ډېره بوخته ده او د مرکې لپاره د بي بي سي غوښتنې ته ځواب نه شي ویلی)

اړونده مطالب

ورته مطالب