"نوازشریف باید استعفا ورکړي"

د پاکستان ستره محکمه د انځور حقوق Getty Images
Image caption د قاضیانو پنځه کسیزه ډله کې دریو قاضیانو د ۵۴۰ مخونو په پرېکړه کې د څېړنو غوښتنه کړې

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او د پيپلز ګوند مشر اصف زرداري دواړو د پاکستان له لومړي وزیره غوښتنه کړې، چې باید اخلاقاً له خپلې دندې ګوښه شي.

د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان د سترې محکمې یوه کمېسيون د دغه هیواد د لومړي وزیر نوازشریف، د هغه د دوو زامنو او لور پر ضد د 'پاناما ' په تړاو قضيه کې امر وکړ، چې پر ښاغلي شریف د دغو تورونو د سپيناوي لپاره دي څېړنډله جوړه شي او په ۶۰ ورځو کې دي بشپړ راپور خپور کړي.

د یاد کمېسيون تردغې پرېکړې وروسته که څه هم د لومړي وزیر نوازشریف پلویانو خوښۍ لمانځلې او د بري ادعا يې کړې، خو د اپوزیسيون سیاستوالو بیا له ښاغلي شریف څخه د ګوښه کېدو غوښتنه کړې. ځکه چې وايي، د کمیسيون پرېکړه د هغه پر ضد ده.

د پاکستان ستره محکمه: د نوازشریف خلاف کافي ثبوتونه نه شته

له پاناما تر سپارتا: ځيني افشا شوي رازونه

د 'پاناما لیکس' د افشا شویو اسنادو ډېره برخه چینايان دي

د پاکستان پخواني ولسمشر او د پيپلز ګوند مشر اصف زرداري په يوه خبري غونډه کې د سترې محکمې دغه پرېکړه غندلې او وايي، لومړی وزیر نوازشریف باید له دندې ګوښه شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پيپلز ګوند مشر زرداري په دغه قضیه کې د دوو قاضیانو ستاینه کړې

ښاغلي زرداري وویل، له تېر یوه کال راهیسې د یاد کمېسيون په نامه پر پاکستاني قام ریشخند وهل شوی او د کميسيون دغه پرېکړه يې وغندله. خو په خپلو خبرو کې يې هغو دوو قاضيانو ته سلام وړاندې کړ، چې د لومړي وزیر نوازشریف ضد يې نوټ ليکلي و.

پاکستان کې د اپوزیسيون دویم مهم سیاستوال او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان که څه هم د سترې محکمې د دغې پرېکړې تود هرکلی کړی او دا يې د ښاغلي شریف ضد بللې، خو د ښاغلي زرداري په څېر يې له ښاغلي شریف څخه د استعفا ورکولو غوښتنه کړې.

"ددغې قضيې پنځو واړو قاضيانو نن په خپله پرېکړه کې د نوازشریف ټولې خبرې رد کړې. مطلب هر څه يې دروغ وګڼل، ځکه زه نن د پاکستان د ټول قام لخوا نوازشریف ته وایم، چې هغه د استعفا ورکړي. ''

د پاکستان د سترې محکمې تردغې پرېکړې وروسته واکمن مسلم لیګ (ن) ګوند او د اپوزیسيون عمران خان ګوند دواړه خواوې خواږه وېشي او د خوشاليو څرګندونې کوي.

د ځينو په اند دغې پرېکړې ته د نوازشریف ګوند وارخطا و، چې هسې نه د دوی ضد پرېکړه وکړي او ښاغلی شریف ګوښه کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د عمران خان په مشرۍ د اپوزیسيون ځينو سیاستوالو د لومړي وزیر پر ضد لاریونونه کړي

بلې خواته د عمران خان پلویان بیا په دې نظر وو، چې ښاغلی شریف به په هر صورت له دندې ګوښه کوي.

د کمېسيون پرېکړې که زړونو کې دواړه خواوې خواشینې کړې هم وي، خو په ظاهره دواړو خواوو د خوشۍ څرګندونې کړې او دواړو لوریو د بري ادعا کړې.

د عمران خان په مشرۍ د اپوزیسيون ځينو سیاستوالو د لومړي وزیر پر ضد لاریونونه کړي

د ویلو وړ ده چې د پاناما له ډاګیزه شويو اسنادو څخه ځيني داسې اسناد څرګند شوي وو، چې په کې د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف پر دوو زامنو حسن نواز، حسین نواز او لور مریم نواز تور پورې شوی و، چې په بهر کې يې خپلې شتمنۍ پټې کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لومړی وزیر، کورنۍ او پلویان یې دا تورونه د سیاسي انګېزې له مخې بولي

تر هغه وروسته د عمران خان په مشرۍ د اپوزیسيون ځينو سیاستوالو د ښاغلي شریف ضد احتجاجونه پېل کړل او ښاغلی شریف يې دې ته اړ کړ، چې د دغې قضيې د څېړلو لپاره يې د یوه پنځه کسیزه کمېسيون جوړولو اعلان وکړ. یاد کمېسيون په شاوخوا پنځنیمو میاشتو کې دغه قضيه څېړلې او ننۍ پرېکړه يې اعلان کړه.

اړونده مطالب