هند کې د جوړې بربنډولو پېښه کې ۱۸ کسان نیول شوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پولیسو د نجلۍ د مور، پلار او تره په ګډون ۱۸ کسان نیولي دي.

د هند په راجستان ایالت کې د یوې جوړې(هلک او نجلۍ) د بربنډولو، په ډبرو ویشتلو او کوڅو کې ګرځولو په پېښه کې د نجلۍ د مور، تره او نورو خپلوانو په ګډون اتلس کسان نیول شوي.

د راجستان په باسواړه ولسوالۍ کې د کالجر تاڼې په سیمه کې دا پېښه شوې ده.

د چارواکو په خبره، د کچرو او مونیکا په نوم دا جوړه د یوه کلي، خو د مختلفو خېلونو(قبیلو) دي او د مینې کیسه یې دوو کلونو ته رسېږي.

* هند کې د نجونو زيانولو پر ضد مبارزه

* هند کې ۱۲ سړيو پر يوې ښځې جنسي تېری کړی

* له ښځو سره ناوړه چلند او د وزیر خبرو غوغا جوړه کړې

کچرو بي بي سي ته ویلي، چې مور پلار ته یې د واده په تړاو د څه ویلو زړه نشو کولی، ځکه ډارېده چې وبه یې وژني، خو بیا هم کورنۍ یې له دې مینې خبره شوه.

پولیس وايي، کله چې جنۍ د واده خبره وکړه، بیا له هلک سره وتښېدله، خو کورنۍ یې ونیول.

د مختلفو خېلونو له امله دا پېښه د دغه کلي بدنامي بلل کېږي، ځکه یې د سزا لپاره بربنډ کړي او په خلکو کې ګرځولي دي.

په دغه مهال ځینې خلکو ویډیو جوړه کړې او پولیس یې پر پېښه خبر کړي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نجلۍ وايي، مور پلار ته یې د واده خبره کولی نه شوه، خو بالاخره یې په مینه خبر شول.

خلکو له هلک او نجلۍ سره له دې چلند وروسته د ولور په بدل کې نجلۍ بل کس ته ور کړې ده.

مونیکا هم وايي، چې خپل مور پلار یې له مینې خبرولی نه شول.

نوموړی زیاتوي، کوم مرستندوی یې نه شته، چې واده ورته وکړي، خو له کچرو یې زړه نه صبرېږي.

د جمعې په ورځ کچرو او مونیکا محکمې ته وړاندې کېږي او که د یو بل په ملاتړ خبرې وکړي، ممکن سره واده شي.

اړونده مطالب