د فرانسې د شانزې لیزه سړک بریدګر نوم په ډاګه شوی

د انځور حقوق EPA
Image caption بریدګر د یو پولیس له وژلو او دوو نورو ټپي کولو وروسته ووژل شو.

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې چارواکو تېره شپه د یوه پولیس وژونکی کس د کریم شرفي په نامه یاد کړی دی.

څارنوال فرانسسکو مولینز خبریالانو ته پاریس کې ویلي، بریدګر د پولیسو پر ګزمې د برید لپاره کلاشنکوف ټوپک کاروولي، چې دوې مرمۍ یې د یوه پولیس افسر پر سر لګېدلې.

د اسلامي دولت نومې ډلې د ملاتړ په تړاو یوه پاڼه د نوموړي مړي ته نژدې موندل شوې ده. د څارنوال په وینا چیروفي ته څلور ځله د جنايي کړنو له کبله سزا ورکړل شوی و.

ښاغلي مولینز ویلي، وژونکي د سږ کال پیل کې د پولیسو وژلو هیله څرګنده کړې وه، خو له اسلامپالو سخت دریځو سره یې د کوم تړاو ثبوتونه په ظاهره نه وو لیدل شوي.

داعش ډلې ویلي، چې دغه برید د دوی یوه( جنګیالي) کړی دی.

د څارنوال په وینا فبرورۍ کې له هغو رپوټونو وروسته چې ګواکې شرفي د پولیسو وژنې او وسلې تر لاسه کولو خبرې کوي، د هغه کور تالاشي شوی و او په اړه یې څېړنه پیل شوې وه.

د انځور حقوق TWITTER
Image caption د شرفي دغه تصویر چې تاریخ نه دی ورکړل شوی، لاس پر لاس کېده

چارواکي وايي هغه مهال د نوموړي له کوره وسله یا داسې ثبوتونه نه و موندل شوي، چې له سخت دریځو سره د هغه تړاو ثابت کړي.

شرفي چې د ۱۹۷۷ کال لومړیو ورځو کې د پاریس شمال ختیځه څنډه کې زېږېدلی و، څلور ځله د غلا، تشدد او وژنې هڅو د جرمونو له کبله زنداني شوی دی. نوموړی وروستی ځل ۲۰۱۵ کال اکتوبر کې له زندانه خوشی شوی و.

دغه بریدګر د پولیسو موټر سره د خپل موټر له درولو وروسته پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې، یو پولیس یې وواژه او دوه یې ټپیان کړل.

وروسته نوموړی هم د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.

* فرانسه کې خونړی برید

* فرانسه کې د افغان ماشوم کډوال مړينه

* فرانسه: اور د زیږېدنې کلیزه کې ۱۳ تنه ووژل

پولیس دا هم وايي، چې د بریدګر د کورنۍ درې غړي یې نیولي دي.

د پاریس څارنوال فرانسوا مولینز له ډزو لږ وروسته وویل، "د بریدګر پېژندنه شوې او اوس یې ارزوو".

د انځور حقوق EPA
Image caption دا برید د فرانسي د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې شوی دی.

د دغه هېواد ولسمشر فرانسوا اولاند هم د دې پېښې د ارزولو لپاره د کابینې بېړنۍ غونډه وکړه، هغه دا هم وویل، باوري دي چې دا برید له "ترهګریزو هڅو" سره تړاو لري.

له داعش سره تړلې اعماق وېبپاڼه وايي، دا برید د دې ډلې یو کس کړی دی.

دا برید په فرانسه کې د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې دی، چې د یکشنبې په ورځ کېږي.

ریو مخکښو نوماندانو په ټاکنو کې ځان ته د خلکو د هڅولو لپاره د وروستۍ ورځې غونډې هم وځنډولې.

د فرانس خبري اژانس د رپوټ له مخې، له ۲۰۱۵ کال راهیسې په فرانسه کې د توندلارو اسلامپالو په بریدونو کې ۲۳۸ کسان وژل شوي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب