امریکایي ځواکونو سوریه کې 'د ابوبکر البغدادي مهم ملګری وژلی'

Armed men in uniform believed to be US special forces in Syria (25 May 2016) د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا شاوخوا ۵۰۰ سرتېري په سوریه کې دي او تر ډېره کردي ځواکونو او عرب جنګیالیو ته چې د داعش پروړاندې جګړه کوي مرسته او مشورې ورکوي

امریکایي ځواکونو سوریه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې د رهبرۍ یو غړی وژلي. د امریکایي چارواکو په وینا، دغه اورپکي د ترکیې استانبول کې د نڅا پر یوه کلب برید کې کلیدي رول درلود.

عبدالرحمن ازبکي چې ویل کېږي د ازبکستان تبعه دی د سوریې ختیځ کې د میادین ښار کې وژل شوی. امریکایي ځواکونو ویلي، نوموړی د اسلامي دولت مشر ابوبکر البغدادي ته نژدی سړی و.

د امریکا مرکزي قومندانۍ ویاند جان توماس په واشنګټن کې وویل، "دا ځمکني عملیات و. فکر کوم ټول غواړو چې په دې تړاو څه ووایو."

د امریکایي چارواکو په وینا، دغه اورپکي د ترکیې استانبول ښار کې د نڅا پر یوه کلب برید کې چې د نوي کال په شپه ترسره شو او ۳۹ کسان یې ووژل، کلیدي رول درلود.

د ترکیې پولیسو تر پراخو څېړنو او تعقیب وروسته د برید اصلي شکمن عبدالقادر مشاریپوف د جنورۍ په ۱۷مه ونیوه.

امریکا ځواکونه تر ډېره په سوریه کې نااعلان شوي ډرون بریدونه کوي چې ددوی په وینا "مهم اورپکي" ووژني او اکثره یې په موټرو کې په نښه کوي چې ورسره د ملکي وګړو احتمالي مرګژوبلې امکان کم کړي.

خو د اسلامي دولت د قومندان وژلو لپاره ځمکني عملیات غیر معمول و. په ۲۰۱۵ کال کې هم امریکايي ځانګړو ځواکونو د اسلامي دولت مالي مسوول ابو سیاف همدغې سیمې ته څېرمه په عملیاتو کې وژلی و او د هغه مېرمنه یې نیولې وه.

د امریکا شاوخوا ۵۰۰ سرتېري په سوریه کې دي او تر ډېره کردي ځواکونو او عرب جنګیالیو ته چې د داعش پروړاندې جګړه کوي مرسته او مشورې ورکوي.