درېیو هېوادونو کې د ملاریا ضد لومړنی واکسین پیلېږي

ملاریا د انځور حقوق D POLAND/PATH
Image caption د ملاریا واکسین ازمایښتي پروګرام له دریو افریقايي هېوادونو پیلېږي

د ملاریا ضد واکسین په نړۍ کې لومړی ځل دریو هېوادونو ګهانا، کینیا او مالاوي کې پیلېږي. د ار ټي ایس دغه واکسین د بدن دفاعي نظام غښتلی کوي، چې د ملاریا پر هغه پرازیټ حمله وکړي، چې د غوماشو چیچلو له لارې خپريږي.

د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو ایچ او ' چارواکي وايي، دې سره به د لسګونه زره کسانو ژوند وژغورل شي.

خو تر اوسه دا معلومه نه ده، چې ایا د نړۍ په ډېرو بې وزله سیمو کې به تر کومه حده د دغه واکسین عملي کول ممکن وي. دغه واکسین به درې میاشتو لپاره په میاشت کې یو ځل ورکول کېږي او څلورم ځل به له اتلسو میاشتو وروسته یو ځل ورکول کېږي.

دغه درمل په کنترول شویو او مجهزو لابراتوارونو کې ازمویل شوي دي، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې ( عملي نړۍ) کې به څومره بریالي وي.

د ملاریا ډېرېدو لامل کشف شوی

م.م: د ملاریا ناروغۍ له امله د مړینو کچه ۶۰ سلنه ټيټه شوې

نرغوماشی ملاریا ختمولی شي

له همدې کبله د روغتیا نړیوال سازمان په دریو هېوادونو کې د ازموینې په توګه دغه پرواګرم پیلوي، چې وکتل شي د ملاریا ضد واکسین پیل به تر څومره حده ممکن وي. د افریقا لپاره د ډبلیو ایچ او سیمه ییز مشر ډاکټر ماتشیدیسو مویتي وايي:

''د ملاریا واکسین ښه زیری دی، دغه ازمایښتي پروګرام پایلې به له موږ سره مرسته وکړي، چې په پراخه کچه دغه پروګرام پیل کړو. ''

د انځور حقوق PA
Image caption نوي واکسین د ملاریا هغه پرازیت پر ضد د انسان بدن دفاعي نظام غښتلی کوي، چې د غوماشو چیچلو له کبله خپریږي

دغه واکسین به ۷۵۰ داسې ماشومانو ته ورکړل شي، چې عمرونه یې له پنځو میاشتو تر ۱۷ میاشتو پورې دي. ازموینو کې ثابته شوې، چې د همدغه عمر په لسو ماشومانو کې څلور له ملاریا ژغورل شوي دي.

هر هېواد به خپله پرېکړه کوي، چې څنګه ازمایښتي پروګرام پیل کړي، خو هغه سیمو ته ښايي لومړیتوب ورکړل شي، چې د خطر کچه په کې لوړه ده.

که څه هم د ملاریا پر ضد مبارزې کې ډېر پرمختګ شوی دی، خو اوس هم هر کال د دغې ناروغۍ ۲۱۲ میلیونو نویو ناروغانو نومونه ثبت کېږي او دغه راز ۴۲۹ زره کسان ژوند له لاسه ورکوي.

اړونده مطالب