د فرانسې ټاکنې: لوپن ولسمشرۍ ترلاسه کولو ته د ګوند مشري پرېږدي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د فرانسې ټاکنې

د فرانسې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ښي اړخي افراطي ګوند نوماندې مارین لوپن ویلي، ژر به د "ملي ګوند" له مشرۍ لاس واخلي.

اغلې لوپن له ۲۰۱۱ کاله د دغه د ګوند مشري کوي.

مارین لوپن دغه پرېکړه تر هغه یوه ورځ وروسته کړې، چې د فرانسې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنو ته یې لار ومونده.

هغې د فرانسې ټلوېزیون ته ویلي: "غواړم دریځ مې له ګوندې سیاستونو لوړ وي."

د فرانسې ټاکنې؛ مکرون او لوپن لومړي پړاو ټاکنې وګټلې

فرانسه وايي، بریتانیا باید نور کډوال ماشومان ومني

فرانسه کې د -بورکینې بندیز- په تړاو راپارېدلي بحثونه

لوپن به د فرانسې د ولسمشرۍ د دویم پړاو په ټاکنو کې د "مخ پر وړاندې ګوند" له نوماند ایمانوېل مکرون سره سیالي وکړي.

نظرپوښتنې ښيي چې ښاغلي مکرون د دویم پړاو ټاکنو غوڅ ګټونکی دی، خو اغلې لوپن وايي: "موږ کولای شو بریالي شوو او طبعن موږ بریالي کېدای شوو."

له "فرانسه ۲ " تلوېزیوني چینل سره په خبرو کې هغې ویلي"هېواد یې ټاکونکي پړاو" ته نږدې کېږي. د هغې له دغو ټکو د مبصرینو یو تحلیل دا دی چې ښايي اغلې لوپن په لنډمهالي توګه د ګوند له مشرۍ لاس واخلي.

هغې ویلي، هوډ یې پر دې بنسټ دی چې ولسمشر/ولسمشره باید ټول هېواد سره وپېیي: "له همدې شېبې زه نوره د ملي ګوند مشره نه یم، زه د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو نومانده یم."

د انځور حقوق AFP
Image caption لوپن به د فرانسې د ولسمشرۍ د دویم پړاو په ټاکنو کې د "مخ پر وړاندې ګوند" له نوماند ایمانوېل مکرون سره سیالي وکړي.

په فرانسه کې د بي بي سي خبریال "هیو سکوفیلډ" وايي، دغه ننداره ییز خوځښت له دې دی چې اغلې لوپن د هغو رایو ور کوونکو پام د ځان پر لور کړي چې په لومړي پړاو کې یې د نورو نوماندانو په پلوۍ رایې کارولي دي.

په ځانګړي ډول د هغې ټول تمرکز د جمهوري غوښتونکي نوماند "فرانسوا فیون" د پلویان پر راخپلولو دی.

اغلې لوپن ته د ملي ګوند مشري په ۲۰۱۱ کال کې له خپله پلاره ور پاتې شوه. هغې د تېرې یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې ۷ میلیونه او ۶۰۰ زره رایه تر لاسه کړې، چې دا د ملي ګوند لپاره تر ټولو ډېرې تر لاسه شوې رایې ګڼل کېږي.

د فرانسې ولسمشریزو ټاکنو د رايو شمېرل پيل شول

د فرانسې ټاکنو لپاره کلک امنيتي تدابير نيول شوي

د اغلې لوپن ګوند فرانسې د ګډوالو د ورتلو د مخنیوي، د ازادې سوداګرۍ د راکمولو او له اروپايي ټولنې سره د فرانسې د اړیکو د برعکس کولو غوښتونکی دی.

د هغې ټاکنیز کمپاین ژمنه کړې چې د بریا په صورت کې به:

  • په اروپايي ټولنه کې د سمون لپاره له بروکسل سره خبرې کوي او ټولپوښتې ته به لار هواروي.
  • په بېړنۍ توګه به له فرانسې ناقانونه کډوال وباسي او هر کال به د قانوني کډوالو په شمېر کې ۱۰ زره کموالی راولي.
  • د سخت دریځو جوماتونه به وتړي او د ټولنیز مسکن په پروګرام کې به فرانسویانو ته لومړیتوب ور کړي.
  • د تقاعد عمر ۶۰ کاله وي او همدارنګه اونیز کاري وخت به ۳۵ ساعتونه کړي.

خو د هغې سیال ښاغلی مکرون بیا د فرانسې د ډېرو ګوندو له ملاتړه برخمن دی او اټکل دی د دویم پړاو په ټاکنو به چې د (مۍ په ۷مه) تر سره کېږي، ولسمشرۍ ته ورسي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو کې د ښاغلي مکرون د بریا اټکل کم شوی دی

نوموړي تېره دوشنبه د ولسمشر فرانسوا هولانډ ملاتړ هم تر لاسه کړ.

د جمهوریپال ګوند نوماند او د اقتصاد پخواني وزیر فرانسوا فیون، چې د لومړي پړاو په ټاکنو کې یې درېیم ځای ګټلی او د فرانسوا هولانډ د سوسیالیسټ ګونډ نوماند بنو امون چې پنځم ځای یې خپل کړی، له خپلو پلویانو غوښتي چې د ټاکنو په راتلونکي پړاو کې ایمانوېل مکرون ته رایه ور کړي.

Image caption ډېرو نظرپوښتنو وړاندوینه کړې چې د رایې اچونې دویم او وروستي پړاو کې (مې ۷مه) ښاغلی مېکرون وکولی شي مارین لوپن ته ماته ورکړي

اړونده مطالب

ورته مطالب