یوه ښځه د مېندوارۍ پر مهال بیا مېندواره کېدای شي؟

. د انځور حقوق .

یوه برتانوۍ ښځه مېندواره وه، غبرګوني اولاد یې په نس وو چې بیا مېندواره شوه او بالاخره یې درې ګوني وزېږول.

دا کار څنګه شونی دی؟

دغه ډول مېندوارۍ ته مضاعف (superfoetation) ویل کېږي، خو په انسانانو کې ډېر لږ پیدا کېږي. په تېرو ۱۰۰ کلونو کې ایله شپږ ځلې داسې شوي دي.

دغه کار د مېندوارۍ په ټوله موده کې پېښېدلی شي؟

د القاح عمل یا د نر او ماده ژوڼکو له یو ځای کېدو وروسته د هرموني او فزیولوژیکي بدلونونو له کبله دویم ځلې مېندوارې ناشوني شي، خو مضاعف ځانګړي حالت کې له لومړنۍ القاح دوې تر څلورو اونیو پورې داسې احتمال شته.

د مېندوارۍ پروفیسر سایمون فیشل وايي "داسې باید و نه شي، خو کېږي... داسې لومړی ځل ۱۹۶۵ کې شوي او بیا مو وروستیو لسیزو کې داسې څو ځله حیرانونکي خبرونه واورېدل. "

پروفیسر فیشل چې ۱۹۷۸ کال کې یې د (IVF) یا مصنوعي القاح بریالۍ ازموینه وکړه، وايي مېندواره ښځه باید دویم ځلې مېندواره نه شي: ''تکامل داسې جوړ شوی، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره، چې نور باید هګۍ خوشې نه کړي. که داسې کېږي هګۍ باید د مېندوارۍ وړتیا ونه لري، ځکه سپرم باید و نه توانېږي ور ورسېږي، که بیا سپرم هګۍ ته رسېږي نو د رحم دننه پوټکی باید و نه توانېږي بل جنین ومني، ځکه د مخکینۍ لقاح له کبله په کې بدلونونه راغلي وي ''

استرالیایۍ ''لسو ورځو کې دوه ځلې میندواره شوې''

خوست کې د نجونو بدل

مریم نواز شریف: د پاکستان راتلونکې سیاسي څېره؟

مضاعف مېندوارۍ ډېر غیر عادي حالت دی او پای یې هم تل ښه نه وي. داسې هم پېښ شوي، چې دغه ډول جنین له اخیستل کېدو وروسته په رحم کې دننه له منځه تللی دی او سبب یې دا دی، چې د زور له کبله یې د ودې مخه نیول شوې او یا ماشوم یا ماشومان له وخته مخکې زېږېدلي.

مضاعف مېندواري له انسانانو سره سره د اسانو، سویو، پسونو او موږکانو په ګډون یو شمېر تي لرونکو حیواناتو کې هم رامنځ ته شوې ده. کله نا کله دغه ډول مېندواري خورا په حیرانونکې بڼه څرګندیږي.

پروفیسر فیشل وايي ''څو کاله مخکې روم کې د مضاعف مېندوارۍ په اړه ویل کېدل، چې د لومړي او دویم ځلې مېندوارۍ تر منځ له دوو تر دریو میاشتو پورې وخت و ''

اړونده مطالب

ورته مطالب