یوه سړي د لور وژنې صحنه پر فېسبوک په ژوندۍ بڼه خپره کړې

تایلنډ د انځور حقوق Reuters
Image caption دغه وژنې په یوه داسې هوټل کې شوې، چې څوک په کې نه وو

تایلنډ کې یوه سړي خپله د ۱۱ میاشتو ماشومه لور وژلې او له هغه وروسته یې ځان وژلی دی. دغه سړي د لور او ځانوژنې دغه بهیر په ژوندۍ بڼه پر فېسبوک خپور کړی دی.

پولیس وايي دغه ۲۱ کلن سړي پوکت سیمه کې خپله ماشومه لور زندنۍ کړې او ورسته یې ځان هم وژلی دی. رپوټونو کې ویل شوي، چې دغه سړي له خپلې مېرمنې سره له شخړې وروسته دغه ګام پورته کړی دی.

'فېسبوک ځان وژونکي کاروونکي پیدا کوي'

''فېسبوک کې یوازې د نورو فعالیتونه کتل خواشینونکي کېدای شي''

فېسبوک به چین کې د سانسورولو چاره کې 'مرسته وکړي'

په ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي، چې دغه سړی پړی د ماشومې غاړې ته اچوي، له چته یې لاندې ځوړوندي او وروسته یې بېرته پورته راکاږي. رپوټونو کې دغه راز ویل شوي، چې پر فېسبوک په ژوندۍ بڼه د ویډیو له لیدو وروسته د هغه خپلوانو پولیسو ته د پېښې په اړه ویلي، خو د پولیسو له رسېدو مخکې سړي خپله لور هم وژلې وه او خپل ژوند یې هم له لاسه ورکړی و.

فېسبوک مسوولینو د پېښې په تړاو د یاد سړي له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې او دا یې (وحشتناکه) پېښه بللې ده.

فېسبوک چارواکو ویلي، د پلار په لاس یې د ماشومې لور وژنې ویډیويي کلیپ له پاڼې لرې کړی دی.

له دې مخکې امریکا کې د یوې وژنې ویډیو تر ساعتونو پورې پر فېسبوک لیدل کېده او له هغه وروسته فېسبوک مسوولینو ویلي و، چې د دغه ډول ویډیويي کلیپونو لرې کولو کې به ځنډ نه کوي.

د بي بي سي تایلندي برخې مشر وايي، د یوه پلار په لاس د لور وژنې دغه ويډیو پر خواله رسنیو ډېره لاس پر لاس شوې ده او پر یو ټیوب هم تر ډېره وخته خپرېده.

بل لور ته یو ټیوب ویلي د بي بي سي له رپوټ خپرېدو وروسته دوی هم له خپلې پاڼې دغه ویډیو لرې کړې ده.

ورته مطالب